یمن او سعودي عربستان خپل بندیان تبادله کوي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن چارواکو په راتلونکو اونیو کښې د سلګونو بندیانو د تبادلې لپاره په جینیوا کښې د سعودي عربستان له لوري سره د موافقې خبر ورکړ.
د یمن د ملي ژغورنې حکومت او سعودي عربستان ته اړونده د یمن استعفا شوي حکومت د سویزرلینډ هیواد په پلازمینې برن کښې د بندیانو او د نیول شویو کسانو د تبادله کولو لپاره یو تړون لاسلیک کړ.
په دغه تړون کښې د سعودي عربستان او د سوډان د پوځیانو او د پوځي قومندانانو په شمول د دواړو لورو اته سوه اوه اتیا بندیانو خوشي کول شامل دي.
د یمن د حکومت د بندیانو د کمیټۍ مشر عبدالقادر المرتضی وویل په دغه تړون کښې موافقه وشوه چې د سعودي عربستان او د سوډان د یوسل یو اتیا بندیانو په بدل کښې د یمن اوه سوه شپږ بندیان خوشي شي.
هغه وویل دغه تړون درې اونۍ وروسته اجرايي کیږي چې د تړون د پاتې مادو د اجرا د بشپړیدا لپاره له روژې میاشتې وروسته د خبرو اترو یو بل پړاو ترسره شي.