May 14, 2023 13:12 Asia/Kabul
  • هیله ده چې د ایران او د مصر اړیکې پراخې شي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د مصر او د ایران د اړیکو د پراختیا په هرکلی سره هیله وکړه چې د دیارلسم حکومت بهرني سیاست ته په پام سره د تهران او د قاهرې اړیکې په جدي ډول پراخې شوې.

هغه په دې هکله چې د مصر او د ایران د اړیکو پیاوړتیا په کومې مرحلې کښې ده وویل په تهران او قاهرې کښې د دواړو هیوادونو د ګټو د ساتنې دفترونه فعال دي او د دواړو هیوادونو په دغو دفترونو کښې د سفیر په سویه دوه کسان فعالیتونه کوي پر دې اساس د ایران او د مصر ترمینځ د نیغ په نیغه تماس او ارتباط لپاره رسمي کانال شته.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل البته ځینو هیوادونو هڅه کړي ده چې مصر او ایران وهڅوي چې خپلې اړیکې پیاوړي کړي.

هغه د ایران او د عربستان د اړیکو د له سره پیلولو په هکله هم وویل د عربستان خارجه وزارت د تیرې اونۍ په سه شنبې ورځ په ایران کښې خپل نوی سفیر معرفي کړی دی  او ایران هم زر په عربستان کښې خپل نوی سفیر معرفي کوي.

هغه د اټومي انرژۍ د  نړیوال اژانس د کیمرو د بیا لګولو په هکله وویل یوه ښه پیښه رامینځته شوي ده او هغه دا چې ایران تل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په مشر رافائیل ګروسي نیوکه کوله چې د سیاسي کړچار پرځاې له ایران سره د اټومي اژانس سره موضوع کښې په ټیکنیکل او فني ډول تعامل ولري.

حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې باندې ټینګار سره چې تهران هیله لري د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس خپل سیاسي کړچار څنګ ته کړي وویل په هره اندازه چې اټومي اژانس له سیاسي کړچار څخه ځان لیرې کړي او د فني ملګرتیا په لور لاړ شي د ډیرو موافقو لپاره لاره خلاصیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې ایران اوس هم د ځینو مینځګړیو په وسیله له امریکا څخه پیغامونه ترلاسه کوي او امریکا ته پیغامونه ورکوي وویل د ایران د خارجه وزارت یو ځانګړی کار د بایکاټونو د لغو کیدا لپاره هڅه او د بندیزونو بې اغیزې کول دي او په دې زمینه کښې یوشمیر اقدامات هم ترسره شوي دي.

 

ټیګونه