د غزې جګړه؛ په دوحه کې د حماس او صهیونیسټي رژیم ترمنځ خبرې روانې دي
Mar 19, 2024 14:42 Asia/Kabul
الجزیرې ټلویزیون د ځینو امریکایي او صهیونیسټي رسنیو د راپورونو په حواله خبر ورکړی، چې په دوحه کې د صهیونیسټي رژیم او د حماس اسلامي غورځنګ د چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.
ځینو باخبرو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په دغو مذاکراتو کې اسرائیلي لوری د صهیونیسټي رژیم د استخباراتي ادارې (موساد) مشر ډېوېډ بارنیا او مصري او قطري پلاوی د قطر لومړی وزیر رهبري کوي او د حماس د پلاوي په اړه څه نه دي ویل شوي.
سرچینو زیاته کړې، چې دغه خبرې ممکن دوه اونۍ دوام وکړي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر آنتوني بلېنکن اوس مهال فیلیپین کې دی او ټاکل شوې له صهیونیسټي او د سیمې له نورو چارواکو سره د خبرو لپاره منځني ختیځ ته سفر وکړي.