اسرائیل به د غزې په رفح سیمې باندې حملې وکړې
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو د نیواکګر رژيم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وویل د دغه رژیم پوځیان به له نړیوال دباو سره سره د فلسطین د غزې تړانګې په خان یونس کښې ځمکني عملیات پیل کړي کوم چې په پراخه سویه د ملګي وګړو د شهیدیدا په هکله اندیښنې زیاتې کړي دي.
دغه راز د بخښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټي اینټرنیشنل د امریکا په ولسمشر جوبایډن غږ کړ چې په غزې کښې د اوربند لپاره هڅه وکړي او اسرائیلو ته د وسلو استول بند کړي.
دغه موسسې د امریکا ولسمشر بایدڼ ته دغه خبر تکرار کړه چې اسرائیل د فلسطین په غزې تړانګه کښې د خلکو د وژلو لپاره د امریکا جوړې وسلې استعمالوي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وویل قاهره به له غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو په زوره د ایستلو اجازه ورنکړي.
هغه دغه خبرې د اروپايي اتحادیې د کمیسیون له مشرې میرمن ارسولا ون ډیر لین(Ursula von der Leyen,) سره په کتنه کښې وکړې.
دغه راز د جرمني صدر اعظم اولف شولز د اردن له باچا عبدالله سره له خبرو وروسته وویل د غزې تړانګې په رفح سیمې باندې د اسرائیلو حمله به د سیمې امن ډیر ګران کړي.
بل خبر دا چې د فلسطین غزې تړانګې ته خوراکي مرستې رسیدلي دي او دا په داسې حال کښې دي چې اسرائیل او د فلسطین حماس غورځنګ د اوربند په هکله غور کوي.
ویل کیږي له اوړو څخه بار ټرکونه د غزې په شمال کښې هغو سیمو ته رسیدلي دي چیرې چې په تیرو څلورو میاشتو کښې هیڅ مرستې نه دي استول شوي او په سیمه کښې د قحطۍ د رامینځته کیدا خطر شته.
د خوراکي مرستو ټرکونه د غزې شمال ته رسیدلي چې شپر یې یې د غزې ښار او شپږ نور یې د جبالیا کیمپ د سیمې د وسیدونکو لپاره دي.