صهیونیسټي ورځپاڼه: له حزب الله سره د جګړې پایله چورلټه ماتې ده
-
صهیونیسټي ورځپاڼه: له حزب الله سره د جګړې پایله چورلټه ماتې ده
پارس ټوډی- د تل ابیب چاپ یوې ورځپاڼې د لبنان خلاف د جنګ د پراختیا په هکله خبرداری ورکړ او ویې لیکل: له حزب الله سره د جنګ د پراخولو نتیجه د اسرائیلو لپاره چورلټه ماتې ده.
حزب الله د طوفان الاقصی عملیاتو له پیلیدو راهیسې د رسا او زغره ضده وسلو په کارولو سره توانیدلی چې د نیواکي ټاټوبي په شمال کښې برلاسی شي چې له امله یې د صهیونیسټي رژيم چارواکي سخت ویریدلي دي.
د پارس ټوډی د خبر له مخې، هاآرتص صهیونیسټي ورځپاڼې د «لبنان سره د جنګ پایله بشپړه ماتې ده» تر عنوانلاندې رپورټ کښې ولیکل چې اسرائیل به له لبنان سره د جنګ د پراختیا او په دې سیمې کښې د ځمکنیو عملیاتو په بڼه کښې یوه سخته ماتې تجربه کړي.
هاآرتص، نیواکګر رژيم په لبنان باندې د پراخې حملې او د هغه د سویلي سیمو په نیولو قادر نه ګڼلی او لیکي: اسرائیل تر لیطاني سینده د لبنان د جنوب د نیواک په تکل کښې نه دی بلکې غواړي چې په سرحد کښې یوازې محدود پوځي عملیات وکړي ترڅو د شمال اوسیدونکي د ستنیدو لپاره د سیمې له خوندیتوبه ډاډه کړي.
دغې صهیونیسټي رسنۍ د سیمې د حالاتو د پیچلتیا په هکله خبرداری ورکړ او ویې لیکل: حتی په محدوده بڼه د دا ډول عملیاتو ترسره کول کوې شي چې په سیمه کښې شخړې سختې کړي او حالات له کنټروله وباسي.
هارآرتص په دوام کښې راوړي دي: د اسرائيلو پوځي اقدام ته د حزب الله ځواب کوې شې چې دغه وړه پوځي مانوره په یو هراړخیز جنګ بدله کړي او د حزب الله له خوا د اسرائیلو د سټراټیجکو بیخ بیناؤ هدف ګرځولو او وحتی د بریښنا د غوڅیدو امکان یې هم شته.
په عین حال کښې «یدیعوت آحارانوت» اسرائیلي ورځپاڼې ولیکل: د لبنان مقاومت ډیر لوړ پوځي توان او خطرناک تجهیزات او ټیکنالوجي لري.
دغې ورځپاڼې زیاته کړه: د لبنان له پولو د سلهاؤ ډرونز نفوذ وښودله چې امنیتي او پوځي ارګانونه له دغو الوتکو سره د مقابلې چمتوولی او توان نه لري.
یدیعود احارانوت ولیکل: د اسرائیلو پوځ د دغو ګواښونو لپاره د یوې حل لارې د موندلو سخت په تکل کښې دی.
د صهیونیسټي رژيم رسنیو د نیواکي فلسطین په شمال باندې د لبنان د اسلامي مقاومت د جنګیالیو د سختو ګوزارونو په اغیزو باندې په داده کیدو سره ویلي چې د حزب الله عملیات ستومانه کونکي دي او په دې سیمه کښې به صهیونیسټ میشت ښاګوټي له مینځه یوسي.
د صهیونیسټي رزیم د پوځي کارپوهانو په وینا، د لبنان حزب الله په یوازې سره د دغه رژيم نیم پوځي توان په شمالي محاذ کښې ښکیل کړی دی او د جنوب په جبهه کښې د نیواکګر پوځ د پياوړي شتون مخه نیسي.