عربستان د یمن د انساني دوسیې حل ته ځواب نه دی ویلی
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ په امنیت او دفاعي چارو کښې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د لومړي وزیر مرستیال جلال الرویشان د یمن د انساني مسائیلو حل کولو ته د عربستان په بې پامۍ باندې نیوکې سره خبرداری ورکړ ریاض نشي کولای په یوه ګاونډي هیواد باندې حمله د اقتصادي پراختیا په پلانونو سره په یوه ځاې کښې جمع کړي.
هغه وویل سعودي عربستان تراوسه د انساني دوسیې حل ته چې د روژې د مبارکې میاشتې له خبرو وروسته ورباندې غور شوی دی هیڅ ځواب نه دی ورکړی او زمونږ جاجونه دا ده چې سعودي عربستان د وخت د ضایع کولو هڅه کوي.
الرویشان وویل د سعودي عربستان له حکومت سره روانې خبرې چې د عمان هیواد په مینځګړیتوب سره کیږي د سولې د ټینګیدا لپاره هڅه ده او صنعا هم دغه مسلې ته مثبت غبرګون ښودلی دی.
هغه وویل نړیوالې ویناګانې د یمن د خپلواکۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا د ملاتړ ادعا کوي خو عملي اقدامات بیا بل ډول دي .