وحشي صهیونیسټانو هم د قرآن کریم سپکاوی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i134838-وحشي_صهیونیسټانو_هم_د_قرآن_کریم_سپکاوی_وکړ
خبری سرچینو  په نابلس ښار کې د  وحشي ډوله صهیونیسټانو په لاس د قرآن کریم  د سپکاوي خبر ورکړ.
(last modified 2023-06-23T08:11:31+00:00 )
Jun 23, 2023 12:37 Asia/Kabul
  • وحشي صهیونیسټانو هم د قرآن کریم سپکاوی وکړ

خبری سرچینو  په نابلس ښار کې د  وحشي ډوله صهیونیسټانو په لاس د قرآن کریم  د سپکاوي خبر ورکړ.

المیادین خبری چینل راپور ورکړ،د صهیونیسټ میشته ښارګوټي  اوسیدونکو صهیونیسټانو د اسلامی مقدساتو په ضد  په یوه خطرنا ک او تاؤتریخوالی رامینځةکونکي اقدام کې  د اردن سین په لویدیځي غاړې کې  وقاع د نابلس ښار به جنوب کې  د عوریف ښارګي په یوه جومات کې د قرآن کریم څو نسخو ته په سپین سترګیتو ب سره اور اچولی دی.

په همدې اړه د صهیونیستي رژيم ۱۳ټيلیویژنی چینل  هم یوه ویډیو خپره کړې ده چې په عوریف ښارګي باندې د یرغل په وخت د دوو وحشي صهیونیسټانو  په لاس د قرآن کریم د سپکاوي شیبې ئې نندارې ته وړاندې کړي دي .

په دغه راپور کې راغلي دي، قرآن کریم  د سوځونکي په سپک  اقدام کې دهغه ښارګوټي د فتیةالتلال ( یعني د څوکو ځوانان)په نامې سره  اړونده کسان دي چې د اردون سین په لویدیځي  غاړې کې دډيرو زیاتو افراطي صهیونیسټانو ښارګوټی دی.

د قرآن کریم سپکاوی،د بیت المقدس او نورو نیواکي ټاټوبو په یهودی بدلونکو سیاستونو او همداراز  دهغو  جنایتونو په دوام کې دي چې وحشي ډوله صهیونیسټانو د فلسطینیانو په ضد روان کړي دي. قرآن کریم ته اور  اچول د قدس نیواکګر رژيم پر سیاستونو د توکمپالنې د واکمنیدا بیانونکي دي.