په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیسټانو پرضد د فلسطیني مقاومت کوونکو ۲۴ عملیات
د معطي په نوم د فلسطین د احصایې او اطلاعاتو مرکز اعلان کړی چې د فلسطین مقاومتي ځواکونو په تېره شپه او ورځ کې په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیسټانو پرضد ۲۴ عملیات ترسره کړي.
د فلسطین د شهاب خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطین مقاومتي ځواکونو د لوېدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې پر صهیونیسټي پوځیانو حملې کړې او په بیت المقدس کې یې د ګولیو په ویشتلو او د چاودېدونکو توکو په چاودنو سره له صهیونیسټي پوځیانو سره مقابله کړې ده.
د معطي مرکز زیاته کړې چې د مقاومتي ځواکونو عملیات په قدس، نابلس، جنین، بیت لحم، سلفیت، رام الله او حبرون کې ترسره شوي او مقاومتي ځواکونو د صهیونیسټانو له حملو سره مقابله کړې.
د راپورونو له مخې، د فلسطین مقاومتي ځواکونو په تېره هفته کې د لوېدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې د صهیونیسټانو په خلاف ۱۸۲ عملیات ترسره کړي دي.