اسرائيل ،د ۲۱پيړۍ آپارټائيډرژيم دی
د فلسطین دمظلوم ولس حقوق څه دپاسه اویا کلونه کیږي چې د صهیونیسټي رژيم تر پښو لاندې چخڼي کیږي ،د قدس نیواکګررژيم په دغې مودې کې د فلسطینیانو په ضدترټولو وحشي ډوله جنایتونه کړي دي.
د قطر امیر دې ته په اشارې سره چې اسرائيل د ۲۱پیړۍ یو آپارټائيډ رژيم دی ،ټینګار وکړ د فلسطین ولس باید د قدس دنیواکګرو د خپل سري ستم او جنایتونو اسیر نشي.
د فلسطین دمظلوم ولس حقوق څه دپاسه اویا کلونه کیږي چې د صهیونیسټي رژيم تر پښو لاندې چخڼي کیږي ،د قدس نیواکګررژيم په دغې مودې کې د فلسطینیانو په ضدترټولو وحشي ډوله جنایتونه کړي دي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، دقطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په نیویارک کې دملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په کلنۍ غونډې کې د فلسطین پشمول د مختلفو دوسیو او دغه راز د لبنان سیاسی دوسیه وارزوله او وې وئيل، باید دخپل برخلیک د ټاکنې لپاره د فلسطین د خلکو دلارې په سر موجود خنډونه لیرې شي.
شیخ تمیم بن حمد آل ثاني همداراز دلبنان بدلونونو ته په اشارې سره هم ووئيل،د سیاسی محاسباتو په دلیل د لبنان د خلکو کړاؤ او دردونه د مونږ لپاره دافسوس خبره ده. هغه ووئيل، د لبنان د حکومتي اورګانونو وضعیّت خطرناک دی او د لبنان د ولسمشرۍ د بحران د حل لپاره فوری لارې چارې ضروري دي .