Sep 22, 2023 06:42 Asia/Kabul
  • یمن  په مختلفو هدفونو لیګیدونکي توغندي او ډرونز په  اختیار کې لري

د ۲۰۱۴کال د ستمبر په ۲۱نیټه  دیمن ولس  د عربستان د لاسپوڅي او نالایقه  حکومت په ضد راپورته  شو او په مظاهرو او اعتراضونو سره ئې  ددغه ګوډاګي حکومت پر نسکوریدا ټینګار وکړ چې بلاخره  ولسی مظاهرې بریالۍ شوې او لاسپوڅی  اوګوډاګۍ رژيم هم نسکور شو.

 

د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر  په یولړ څرګندونو کې ووئیل،  له سختې کلابندۍ سره سره  د یمن پوځ  بریالی شوی څو  په مختلفو واټنونو سره توغندي او ډرونز جوړ کړي.

المسیره خبری چینل  راپور ورکړ، د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر  عبدالمالک بدرالدین الحوثي  پرون ناوخته په دغه  هیواد کې د ستمبر د ۲۱ دانقلاب د نهمې کلیزې په مناسبت  ووئيل، دستمبر د ۲۱ انقلاب  یوه هغه ترټولو مهمه بریا ده چې  خداوندمتعال  د مونږ ولس ته توفیق راپه برخه کړ،ځ که  چې دغه انقلاب د یمن ولس له قید اوبنده  آزاد کړ.

د انصار ا... غورځنګ رهبر  ووئیل،   له انقلاب مخکې  امریکایانو پر دغه  هیواد داسې غلیمانه سیاستونه تپلي وو چې  هیواد  ئې په درستو زمینو کې تربشپړ دړې و ړې کیدا  درشله رسولی ؤ ،څو وضعیّت  د ځان دقدرتمنیدا  او دخدمت کولو لپاره په یوې سیالۍ بدل کړي. هغه زیاته کړې ده ،له انقلابه مخکې  هیواد د امنیت دبشپړ له مینځه تلو شاهد ؤداسې چې صنعاء دجنایتکارو ،ترورونو او چاودنو په یوې سترې ځالې بدل شوی ؤ او تکفیریان په ډيرو ولایتونو کې دیره شوي وو له کوم جنګ او کلابندۍ پرته او په داسې شرائطو کې  چې  دتیلو ،ګیسو پشمول په درست هیواد کې حاکمیّتي سرچینې د حکومت په اختیار کې وې ، خو اقتصاد له انقلابه تر مخکې پورې تباه شوی ؤ.

سید عبدالمالک الحوثي  ټينګار وکړ،  امریکایانو او انګریزانو همداراز  د اسرائيلو په خوځښتونو سره   دسیمې ځیني هیوادونه په تیره بیا عربتسان او متحده عربی امارات لوبې ته وارد کړل څو  د یمن په ضد ناځوانمردانه  تیري پیل کړي. په دغو جنایتکارو تیریو کې زمونږ  په لسګونو زره  بچیان ووژل شول. درست هیواد په بشپړ کلابندۍ کې شو خو دخداي په مرستې او  د  ولس او مبارزانو په همت سره  مو له تمانچجې رانیولې تر توغندي اوډرونز پورې ډول ډول پوځي وسلې جوړې کړې  چې  دا د تیریګر ائیتلاف د اهدافو یوه اپوټه نیتجه وه.

د ۲۰۱۴کال د ستمبر په ۲۱نیټه  دیمن ولس  د عربستان د لاسپوڅي او نالایقه  حکومت په ضد راپورته  شو او په مظاهرو او اعتراضونو سره ئې  ددغه ګوډاګي حکومت پر نسکوریدا ټینګار وکړ چې بلاخره  ولسی مظاهرې بریالۍ شوې او لاسپوڅی  اوګوډاګۍ رژيم هم نسکور شو.

 

ټیګونه