امارات: تل ابیب دې د مسجدالاقصی خلاف کړکیچ جوړونکي اقدامات بند کړي
د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د مسجدالاقصی خلاف د صهیونیسټي رژیم شخړه جوړونکي اقدامات وغندل.
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د اماراتو خارجه وزیر نن په یوه خبرپاڼه کښې له مسجدالاقصی څخه د بشپړې ساتنې او د دغه مقدس ځاې خلاف د صهیونیسټي رژیم د خطرناکو او راپاروونکو تیریو د بندلولو د ضرورت په لړ کښې د متحده عرب اماراتو په ثابت دریځ باندې ټینګار وکړ.
په دې بیانیې کښې راغلي دي: باید د نړیوالو قوانینو له مخې په مقدسو ځایونو باندې په څارنه کښې د اردن د رول احترام وشي او د قدس د اوقافو د ادارې او د مسجدالاقص د چارو اختیارات کم نه شي.
د متحده عرب اماراتو خارجه وزارت د صهیونیسټي رژيم له چارواکو وغوښتل چې خپل شخړه جوړونکي اقدامات بند کړي او په سیمه کښې د بې ثباتۍ مخه ونیسي. همداشان یې د نړیوالو پریکړه لیکونو خلاف له هغو ټولو اقداماتو سره په خپل مخالفت ټینګار وکړ کوم چې په سیمه کښې د شخړو سبب کیږي.
له دې مخکښې عربستان، قطر، اردن او مصر هم په جلاجلا بیانیو کښې په مسجدالاقصی باندې د صهیونیسټو ښارګي میشتو حملې او تیري غندلي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي وو د دغو لمسوونکو اقداماتو د بندولو لپاره لاس په کار شي.