نښتې ښايي سیمه ایزې جګړې ته لاره هواره کړي
(last modified Fri, 20 Oct 2023 00:48:21 GMT )
Oct 20, 2023 05:18 Asia/Kabul
  • نښتې ښايي سیمه ایزې جګړې ته لاره هواره کړي

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه ویلي: موږ ټولو ته خبرداری ورکړی که دا جګړه دوام وکړي، ښايي سیمه ایزې جګړې ته لاره هواره کړي.

د ایرنا د خبر له مخې، هنیه ټینګار وکړ: د د نور شمس په کمپ کې د نن ورځې په قتل عام سره د صهیونیسټی دښمن جنایتونه لویدیځې غاړې او لبنان ته هم پراخ شول، ترڅو د مقاومت اراده کمزورې شي.

هغه وویل: موږ ټولو ته اعلان وکړ چې دا جنایتونه باید وغندل شي او دا قاتلین او مجرمین باید په نړیوالو محکمو کې محاکمه او مجازات شي.

هنیه زیاته کړه: د غزې د خلکو په خلاف د دښمنانو د جنایتونو دوام به په فلسطین او سیمه کې ټولې معاملې ګډوډې کړي.

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر څرګنده کړه: هغه څه چې په غزه کې روان دی، د یوې سیمه ایزې جګړې لامل به شي چې دښمن او د هغه ملاتړي به یې د کنټرولولو توان ونه لري.

هغه همداشان د غزې د خلکو د کډه کولو له پلان سره د اسلامي او عربي هېوادونو د درېځ په یوځای کولو کې د امریکې ناکامۍ ته په اشارې سره وویل: د فلسطین ملت خپلې خاورې ته ژمن دی او هېڅ کله کډه کېدل یا بدیل وطن نه مني.

ټیګونه