په غزې کې د وحشي رژيم په جنایتونوکې د شهیدانوشمیرنوره هم زیات شو
(last modified Fri, 24 Nov 2023 02:03:49 GMT )
Nov 24, 2023 06:33 Asia/Kabul
  • په غزې کې د وحشي رژيم په جنایتونوکې د شهیدانوشمیرنوره هم زیات شو

په غزې کې د فلسطین د حکومت د اطلاع رسونې دفتر بیګا په خپلې وروستۍ اعلامیې کې وئیلي دي، تربیګا پورې د غزې د شهیدانو شمیر څوارلس زره ا ته سوه څ لور پنځوس تنو ته رسیدلی دی .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ،په دغې اعلامیې کې و ئيل شوي دي ، په دغو شهیدانو کې  شپږ زره  یو سل پنځوس ماشومان او کابو څلور زره میرمنې  هم شاملې دي.

ددغه راپور په اساس په دغو جنایتونو کې تردې دمه څه دپاسه ۳۶زره کسان ټپیان شوي او کابو اوه زره نور بې درکه او د ودانیو د ملبې او کنډوالو لاندې دي.  په دغې اعلامیې کې همداراز وئيل شوي دي چې تردې دمه کابو یو اعشاریه پنځه میلیون خلک هم کډه په سر شوي او د سر پناه هم نه لري.

په دغه راپور کې وئیل شوي دي ،همداراز دوه لکه څلوردیرش زره کورونه په جزوي توګه  تاواني شوي دي ،البته ۴۶زره کورونه په بشپړډول په کنډوالو بدل شوي دي . په دغو ویجاړیو کې ۲۶۶ښونځیي  هم په نښه شوي چې په هغو کې ۶۷ښونځي په کنډوالو بدل شوي او ۱۰۳حکومتي ودانۍ  هم تر ډيره حده ورانې شوي دي او دغه راز ۸۸جوماتونه   او ۳کلیساګانې  تر اوسه پورې په بمباریو کې  تباه شوي دي.

 

ټیګونه