د صالح العاروري ترور؛ د غزې د جګړې په پوځي اهدافو کې پر ماتې، د صهيونیسټي رژيم اعتراف
(last modified Wed, 03 Jan 2024 09:35:28 GMT )
Jan 03, 2024 14:05 Asia/Kabul
  • د صالح العاروري ترور؛ د غزې د جګړې په پوځي اهدافو کې پر ماتې، د صهيونیسټي رژيم اعتراف

صهیونیسټي رژیم په یوه جنایتکاره اقدام کې، په بیروت کې صالح العاروري او د حماس ۷ نور مبارزین ترور کړل. دغه جنایت له څو اړخونو د څېړنې وړ دی.

لومړی؛ د حماس د سیاسي دفتر د مرستیال صالح العاروري ترور، تر بل هر څه زیات د غزې په جګړه کې، د پوځي اهدافو په ترلاسه کولو کې د صهیونیسټانو د ناکامۍ اعتراف دی.

دغه رژيم د غزې په جګړه کې دوه اصلي پوځي هدفونه لرل، چې عبارت وو: د صهيونيسټي بنديانو ازادول او د حماس له منځه وړل. له دغو دوو هدفونو څخه هېڅ یو هم نه دی ترلاسه شوی او د نتانیاهو کابینه په اشغال شویو سیمو کې دننه، تر فشار لاندې راغله. له همدې امله، نتانیاهو له دې جګړې څخه یوې لاسته راوړنې ته اړتیا درلوده.

د صالح العاروري ترور په دې برخه کې تحلیل کېدی شي. امکان لري په نورو ورځو کې، نور شخصیتونه هم ترور شي.

دویم؛ د صالح العاروري ترور په لبنان کې ترسره شوی او د دغه هېواد له ملي حاکمیت څخه د سرغړونې یوه ښکاره بېلګه ده.

له بلې خوا، دغه جنایت په لبنان کې د حزب الله د عمومي منشي سید حسن نصرالله له خبرداري وروسته چې ویلي وو، په لبنان کې د هر چا له هویت او قومیت پرته د هغوی ترور به له سخت غبرګون سره مخامخ شي، ترسره شو.

دغه جنایت په دې معنا دی، چې صهیونیسټي رژیم هڅه کوي چې له غزې سره د جنګ جبهه پراخه کړي او په پراخه کچه جګړې ته د مقاومتي ډلو په تېره بیا، د لبنان د حزب الله اړ ایستلو ترڅنګ، خپل لوېدیځ متحدین په تیره بیا امریکا هم په جګړه کې ښکېله کړي.

په دې لړ کې، د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي د اسرائیلو دغه برید وغندلو او ټینګار یې وکړ: دغه چاودنه یو اسرائیلي جنایت دی، چې بې له شکه د لبنان په سویل کې له ورځنیو او پرلپسې یرغلونو وروسته، د جګړې نوي پړاو ته د لبنان دننه کولو په هدف ترسره شو.

درېیم؛ د صهیونیسټي رژیم جنایتکارانه اقدام به په غزه کې پر صحنې هم اغېزه وکړي. په وروستیو اونیو کې د نوي اوربند د رامنځته کولو هڅې زیاتې شوې وې، خو اوس د صالح العاروري په ترور او د صهیونیسټانو په جنایت سره، د اوربند لپاره خبرې اترې بندې شوې دي.

د حماس غورځنګ، منځګړو لورو ته د اوربند یا د بندیانو د تبادلې په اړه د هر ډول خبرو اترو د ځنډولو خبر ورکړی دی.

مصر هم د غزې په جګړه کې خپل منځګړیتوب وځنډاوه. د اسرائیلو امنیتي پلاوی هم له قاهرې څخه وتلی دی.

څلورم؛ د صالح العاروري ترور او له هغه مخکې په سوريه کې د سردار سيد رضي موسوي ترور وښودله چې صهيونیسټي رژيم په ترور او ترهګريزو عملياتو کې پوره مهارت لري.

په حقیقت کې، دغه وژنې د دغه جنایتکار رژیم تروریستي ماهیت ثابتوي. دې وژنې یو ځل بیا ثابته کړه، چې صهیونیسټي رژیم د دولتي ترهګرۍ ښکاره بېلګه ده.

پنځم؛ د صالح العاروري ترور، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د نړیوال نظام د ناکامۍ یو بل ثبوت دی.

د قدس غاصب رژیم په ښکاره توګه په وژنو لاس پورې کوي او د لا زیاتو وژنو ګواښونه کوي، خو نړیوال نظام د دغه رژیم پر وړاندې هېڅ اقدام نه کوي او یا (په ځانګړې توګه امریکا) د دغه رژیم د جنایتونو ملاتړ او یا لږ تر لږه د دغه رژیم د جنایتونو ننداره کوي.

ټیګونه