عراق کښې د امریکا د عسکرو د شتون د ختمیدا غوښتنه شوي ده
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د عراق د ملي حکومت ګوند مشر «سید عمار حکیم » په هیواد کښې د امریکا د پوځیانو د شتون په ختمیدا ټینګار وکړ.
د عراق د ملي حکمت ګوند مشر سید عمار حکیم په بغداد کښې د امریکا له سفیرې« الینا رومانوسکي» سره په کتنه کښې د هیواد د امنیت په تامینولو او په خپل مسوولیت باندې عمل کولو او د امنیت په پراخولو کښې د عراق د حکومت مسوولیت ته په اشارې سره په عراق کښې د امریکا د پوځیانو د ماموریت د ختمولو غوښتنه وکړه او ویې ویل داعش ترهګره ډلګۍ نور د عراق د ملتي امنیت پرضد پوځي ګواښ نه ده.
د عراق په الحشد الشعبي ولسي ځواکونو باندې چې د دفاع وزارت تر ټولګي لاندې دي د امریکا له حملې وروسته د عراق لومړي وزیر او سیاسي ټولنو له هیواده د امریکا د عسکرو په ایستلو ټینګار کړی.
د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني د هیواد له سیاسي ډلو سره په کتنه کښې د امریکا د پوځیانو د شتون په ختمیدا ټینګار وکړ.
له عراق څخه د خارجي پوځیانو د وتلو د غږملتیا د چوکاټ غړي« رسول راضي» په ټيلي ويژني مرکه کښې وویل عراق کولای شي د ملګروملتونو امنیت شورا ته په مراجعه کولو سره په رسمي ډول له هیواده د امریکا د عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه.
د عراق مقاومت ډلوهم له هیواده د خارجي عسکرو د وتلو لپاره د سیاسي ډلو او د حکومت له دباو سره په یووخت د «حریر» او د «عین الاسد» د امریکايي اډو په شمول د خارجي عسکرو په مرکزونو باندې راکټي بریدونه کړي دي.