د یمن پوځ په ۲۴ساعتونو کې څلور بریالي عملیات ترسره کړل
د یمن پوځ په تیرو شواروز کې د امریکا ،انګلستان درې کشتۍ او دامریکا دپوځ یو MQ۹ ډوله ډورن هم په شیشت کې په راوستو سره ټارګټ کړل.
الغدیر چینل پخپل ټيلیګرام چینل کې د یوشمیر تصویرونو په خپرولو سره د انګلستان د د روبیمار (RUBYMAR)کشتۍ د ډوبیدا شیبې نندارې ته وړاندې کړې چې د عربستان د جازان د لویدیځ دسمندر په نوي میله واټن کې د یمن د وسلوال پوځ له خوا په شیشت کې په راوستو پسې دډوبیدا په حال کې ده.
دغه انځورونه د امریکائي پوځیانو په کیمرو سره ریکارډ شوي دي چې په بیړې سره د پیښې دځاي په لور روان ووڅو د کشتۍ عمله وژغوري .
د یمن د پوځ ویندوي جنرال یحی سریع هم د دوشنبې په شپه په یوې اعلامیې خپرولو سره وئیلي دي، چې دیمن پوځ په ۲۴ ساعتونو کې څلور هوائي او سمندري عملیات ترسره کړي دي.
دجنرال سریع په وینا ، په عدن خلیج کې د Sea Champion» ا و Navis Fortuna په نامو سره د امریکا دوې کشتۍ په یوشمیر مناسبتو سمندري توغندیو څخه په استفادې سره ټارګټ شوې . د یمن د وسلوال پوځ ویندوي د فلسطین دمظلومو خلکو په دفاع کې په بحیره احمر یا سرۀ سمندر کې د لازیاتو پوځي اقداماتو دترسره کولو لپاره ددغه هیواد پر بشپړ حق په ټينګار سره ووئیل،په بحیره احمر کې به د یمن دپوځ عملیات نوره هم سخت شي او د غزې تړانګې د کلابندۍ او تیریو ترختمیدا پورې په ونه دریږي.
په عین حال کې د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ ونیدوي محمد عبدالسلام هم په ایکس ټولنیز چینل کې لیکلي دي، په یمن د امریکائي او بریتانوي تیریګرو دحملو دوام ، د اسرائیلو پر ساتنې د دوي دټينګار او د دوامدارې پنځمې میاشتې لپاره په غزې تړانګې د دوي د وحشي ډوله حملو او جنایتونو ددوام لپاره دوي ته لازیات د وخت وروکولو ښودنه کوي. دیمن د انصار ا.. غورځنګ ویندوي زیاته کړې ده ، امریکا او بریتانیا دې متوجه شي ، چې د یمن دریځ به هیڅکله هم بدل نه کړي،بلکې یمن به خپل دریځ ته لازیات کلک هوډ سره پابنده ووسي او د اسرائیلي کشتیو او یا دهغو کشتیو په ضد به چې د نیواکي فلسطین دبندرونو په لور خوځيږي ، خپلو عملیاتو ته د وام ورکړي څو په غزې بې آمانه یرغلونه او ددغې مظلومې سیمې کلابندي لغوه شي.د یمن د جنګ دتبلیغاتو کمیشن هم پخپل ټيلیګرام چینل کې د یوشمیر انځورونو په خپرولو سره ر اپور ورکړی، چې د یمن هوا فضا مخه نیونکو سسټمونو ، له مځکې په هوا ویشتونکي توغندي سره د امریکا ایم کیو ۹ ډوله بې پيلوټه امریکائي الوتکه دالحدیده ولایت په فضا کې د یمن په ضد د غلیمانه اقداماتو داجرا په وخت په شیشت کې راوسته او نسکوره ئې کړه .