د عراق سیاسي ډلې د خارجي عسکرو وتل غواړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د ملي امنیت سلاکار «قاسم الاعرجي» ټینګار وکړ د هیواد سیاسي ګوندونه د خارجي عسکرو د شتون د ختمولو په هکله یوشان نظر لري.
هغه د بغداد د شپږم نړیوال کانفرنس په څنډه کښې په وینا کښې وویل د خارجي عسکرو د ایستلو په هکله د نظر یووالی شته او د بغداد حکومت به د داعش ترهګرې ډلې پرضد د جنګ د نړیوال ائتلاف د ځواکونو د هیوادونو مرستې ته په ځواب کښې له دغو هیوادونو سره دوه اړخیزه امنیتي موافقې لاسلیک کړي.
قاسم الاعرجي ټینګار وکړ له خارجي پوځي ځواکونو څخه د عراق د خالي کیدا د ضرورت په هکله د نظر یووالی شته.
د عراق د ملي امنیت سلاکار قاسم الاعرجي جوته کړه د نړیوال ائتلاف ځواکونه د عراق د امنیتي او د پوځي ځواکونو لپاره ځاې ناستي نه دي بلکې په ځانګړیو او مشخصو شرایطو کښې عراق ته راغلي دي او نن سبا دوې ته ضرورت نشته او د بغداد حکومت په هیواد کښې د ائتلاف د ځواکونو د شتون د ختمولو په هکله د فیصلې د ترسره کولو مسوول دی.
له تیرو کلونو راهسې د عراق خلکو او د هغوې په څنګ کښې بیلابیلو سیاسي ګوندونو او ډلو له هیواده د امریکا د عسکرو په وتلو ټینګار کړی دی.
امریکا او نورو خارجي عسکرو په عراق ، سوریې ، لبنان او نورو ډیرو هیوادونو کښې له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې کړي دي چې دغه کار اوس هم دوام لري.