پنټاګون: حوثیانو ۱۵ ځله په سور سمندرګي کې ۱۵ بېړۍ زیانمنې کړي
Mar 02, 2024 08:18 Asia/Kabul
د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې په سور سمندرګي کې د کړکیچ له زیاتېدو وروسته حوثي ډلې ۱۵ بیړۍ چې سوداګریز توکې یې لیږدول، زیانمني کړي.
دا په داسې حال کې ده چې حوثي ډلې ویلي، تر هغې چې صهیونیسټ رژیم او ملاتړې یې په غزه او د فلسطین په مظلوم ملت بریدونونه پای ته ونه رسوي، دوی به د سور سمندرګي له لارې اسرائیلو ته تلوونکې هیڅ کښتۍ ته اجازه ورنکړي.
د حوثي ډلې د یادې چارې په غبرګون امریکا، برتانیه او د دوی یو شمېر نورو پلویانو څو ځله پر دوی هوایي بریدونه هم ترسر کړي دي.