په رمضان کښې په مسجدالاقصی کښې د فلسطینیانو په پراخ شتون ټینګار وشه
(last modified Mon, 11 Mar 2024 07:12:25 GMT )
Mar 11, 2024 11:42 Asia/Kabul
  • په رمضان کښې په مسجدالاقصی کښې د فلسطینیانو په پراخ شتون ټینګار وشه

د روژې د مبارکې میاشتې په پیلیدو سره د مسجدالاقصی خطیب په دغه مبارک جومات کښې د فلسطینیانانو په پراخ شتون ټینګار وکړ.

د روژې د مبارکې میاشتې په پیلیدو سره د مسجدالاقصی خطیب په دغه مبارک جومات کښې د فلسطینیانانو په پراخ شتون ټینګار وکړ.

نیواکګر صهیونیسټي رژیم د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د مسجدالاقصی محاصره لاسخته کړې او له طوفان الاقصی عملیاتو د پنځو میاشتو په تیریدو او همداشان د رمضان د میاشتې په پیلیدو سره هم، مسجدالاقصی ته د فلسطینیانو د ورتګ مخه ونیسي.

نسل وژونکي صهیونیسټي رژیم د روژې د مبارکې میاشتې په اوله شپه مسجدالاقصی ته په تلونکو لارو کښې سخت محدودیتونه لګولي او د فلسطین یوازې یوه برخه خلکو ته، د لمونځ او تراوو لپاره دغه جومات ته د تګ اجازه ورکول کیږي.

د ایران پریس د خبر له مخې د مسجدالاقصی خطیب شیخ «عکرمه صبري»، بیګا په مسجدالاقصی باندې د لګیدلو محدودیتونو په غبرګون کښې فلسطینیانو ته په خطاب کښې ټینګار وکړ: په رمضان میاشت کښې په مسجدالاقصی کښې شتون واجب دی او هر چرته چې مو نسل وژونکو صهیونیسټي پوځیانو مسجدالاقصی ته د ورتګ مخه ونیوله، هم هلته لمونځ وکړئ.

 

ټیګونه