د مقاومت په چورلیز کښې د یمن غړیتوب ویاړ دی
May 27, 2024 04:58 Asia/Kabul
المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د یمن لومړي وزیر «عبدالعزیز بن حبتور» د مقاومت په چورلیز کښې د خپل هیواد غړیتوب د یمن د خلکو د ویاړ او د سرلوړۍ سبب وباله.
هغه پرون د فلسطین له ملت څخه د یمن په ملاتړ باندې ټینګار سره وویل د مقاومت چورلیز یوازنۍ جبهه ده چې د فلسطین د ملت د حقوقو احقاق به تضمین کړي.
د یمن پوځ له تیرو څو میاشتو راهسې په غزې تړانګه کښې د فلسطین د ملت د مقاومت د ملاتړ لپاره د امریکا او د بریتانیا او د صهیونیسټ رژیم په څو کشتیو او په هغو کشتیو باندې چې په سره سمندر او باب المندب اوبلاره کښې نیواکي فلسطین ته تللې حملې کړي دي.