د فارس خلیج ملګرتیا شورا په النصیرات کښې د اسرائیلو ترهګر جنایت وغنده
(last modified Mon, 10 Jun 2024 02:44:25 GMT )
Jun 10, 2024 07:14 Asia/Kabul
  • د فارس خلیج ملګرتیا شورا په النصیرات کښې د اسرائیلو ترهګر جنایت وغنده

د فارس خلیج د ملګرتیا شورا عمومي منشي د غزې تړانګې د مرکز په النصیرات کیمپ کښې د صهیونیسټي رژيم د ترهګر جنایت په غندلو سره، د دغو جنایتونو د بندولو لپاره د نړیوالې ټولنې د سمدستي او پریکنده اقدام غوښتنه وکړه.

د یادې شورا عمومي منشي جاسم محمد البدیوي په النصیرات کیمپ کښې دصهیونیسټي رژیم بوږنونکی جنایت چې له امله یې په سلهاؤ فلسطینیان شهیدان او زخمي شول، په کلکه وغنده.

هغه ټینګار وکړ چې یاده حمله یو داسې سپک او ترهګر جنایت دی چې په کښې بیګناه خلک په ډیره وحشیانه او بې مخینې توګه په نښه شول، دغه بوږنونکي جنایت د نیواکګرو ځواکونو اصلي څیره وښودله او ثابتوي چې هغوي د نړیوالو ژمنو او انساني ارزښتونو هیڅ ډول پایندي نه کوي.

د فارس خلیج د ملګرتیا شورا عمومي منشي زیاته کړه: نړیواله ټولنه دې په خپلو تاریخي او اخلاقي مسئولیتونو عمل وکړي او د فلسطین د ورور ولس خلاف دې د دغو تکراري او وحشیانه جنایتونو د بندولو لپاره سمدستي او پریکنده اقدام وکړي.

 

ټیګونه