د صهیونیسټ رژيم د پوځ پر مرکزونو د حزب ا... ډرونز او توغندوي حملې دوام لري
د نیواکي ټاټوبو ترحیفا پورې د صهیونیسټي پوځیانو د غونډیدا ځایونه چې د هُدهُد ډرون په وسیله پیژندل شوي او د وسلو انبارونه ، وسپنیز ډال ،بندرونه،کشتۍ او ځیني نور مهم تاسیسات پکې شامل دي د ډرونز او توغندیو په رینج او شیشت کې راغلي او نور ئې د بچ کیدو امکان نه دی پاتې .
مهر خبری آژانس راپور ورکړی، د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ د اطلاع رسونې څانګې دیوې اعلامیې په صادرولو سره وئیلي دي،په غزې تړانګې کې د فلسطین د مقاومت کونکي ملت او هغوي د شجاع مقاومتي چورلیز څخه په ملاتړ کې د اسلامی مقاومت مبارزانو د کفرشوبا په نیواکي لوړَو کې په زبدین ،د شبعا نیواکي کرهڼيزو مځکو او په الرمثا کې د صهیونیستي پوځي مرکز باندې د ا سلامی مقاومتي چورلیز مبارزانو په توغندیو او ډرونز سره غورا جوړه کړې او په لوخړو کې پټ کړي دي.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي، د اسلامی مقاومت مبارزانو له ډرونز څخه په استفادې سره د جنایتکار صهیونیسټي رژيم په نافه زیف کې د ۴۱۱ غونډ دتوپو مضبوطې مورچې او پوځي مرکزونه په شیشت کې راوستي او دغه راز ئې ورباندې د توغندیو باران هم کړی چې په د قیق ډول په دغو مورچلو او مرکزونو کې تورې لوخړې پورته شوي او مرګ ژوبلې هم ورته اوښتي دي.
همداراز په اعلامیې کې وئيل شو يدي ، د نیواکي ټاټوبو ترحیفا پورې د صهیونیسټي پوځیانو د غونډیدا ځایونه چې د هُدهُد ډرون په وسیله پیژندل شوي او د وسلو انبارونه ، وسپنیز ډال ،بندرونه،کشتۍ او ځیني نور مهم تاسیسات پکې شامل دي د ډرونز او توغندیو په رینج او شیشت کې راغلي او نور ئې د بچ کیدو امکان نه دی پاتې . وئيل کیږي، له لبنان سره دنیواکي ټاټوبو په پولو کې له ښارګوټو تر لسګونور زره صهیونیسټان تښتیدلي او بیرته ئې ددغوښارګوټو په لور د ستنیدا هیڅ امکان هم نشته .