Jul 01, 2024 05:46 Asia/Kabul
  • د حزب الله مرستیال د غزې له فلسطینیانو د ټولو مسلمانانو پر ملاتړ ټینګار وکړ

د لبنان د حزب الله د عمومي منشي مرستیال د صهیونیسټي رژیم د حملو پر وړاندې له غزې ملاتړ د ټولو عربو او مسلمانانو مسئولیت وباله او ویې ویل: یوازې د مقاومت له لارې کېدای شي چې د ملتونو او هېوادونو ګټې وساتل شی.

د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د پوځ په حملو کې ۳۷ زره ۸۷۷ کسان شهیدان او ۸۶ زره ۹۶۹ کسان ژوبل شوي دي.

د لبنان د حزب الله د عمومي منشي مرستيال شیخ نعيم قاسم د يكشنبې په ورځ وويل: نه يوازې د مقاومت محور، بلكې ټول عربان او مسلمانان بايد د صهيونیسټي رژيم د حملو پر وړاندې د غزې تړانګې د دفاع لپاره اقدام وكړي.

شیخ نعیم قاسم زیاته کړې چې له غزې څخه د لبنان د حزب الله ملاتړ په حقیقت کې، له لبنان څخه دفاع ده او دغه ملاتړی جنګ، د لبنان او ټولې سیمې د راتلونکې لپاره نه بیلېدونکې برخه ده.

د لبنان د حزب الله د عمومي منشي مرستیال ټینګار وکړ چې د پوځ، ملت او مقاومت د طلایي مثلث په چوکاټ کې، د مقاومت له لارې کولای شو د لبنان نیول شوې ځمکې له صهیونیسټي دښمنانو څخه بیرته واخلو.

ټیګونه