د صهیونیسټ رژیم په بریدونو کې د ۱۳ فلسطیني وګړو شهادت
په داسې حال کې چې په غزه کې د اوربند خبرې دوام لري، د صهیونیستي رژيم پوځ د غزې د تړانګې په مختلفو سیمو خپل هوايي بریدونه ګړندي کړي دي.
فلسطیني سرچینو ویلي، په بریدونو کې لږ تر لږه دیارلس فلسطینیان شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د فلسطین سما خبري اژانس د راپور له مخې د غزې په شمال اللبابیدی کې د صهیونیستي رژيم په هوايي برید کې درې فلسطینیان شهیدان شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د دغه راپور له مخې پنځه فلسطینیان د غزې د ښار په صحابه او جاله سیمو کې او درې نور د غزې په مرکزی ښار دیر البلح کې شهیدان شول.
د صهیونیستي پوځیانو نن سهار د غزې په ښار کې د حی الصبره ، المخیم الجدید ، النصیرات او حی الدرج په سیمو هم بمبارۍ وکړې.
د غزې تړانګې په مرکز النصرات پنډغالي کې د صهیونیسټي پوځیانو په یوه کور د بمبارۍ له امله اوه فلسطینیان شهیدان شوی او ګڼ نور ژوبل شوی دی.