د غزي له قصاب(نتنیاهو)څخه د لویدیځي نړۍ د کرکې او نفرت زیاتیدا
(last modified Thu, 25 Jul 2024 07:40:42 GMT )
Jul 25, 2024 12:10 Asia/Kabul
  • د غزي له قصاب(نتنیاهو)څخه د لویدیځي نړۍ د کرکې او نفرت زیاتیدا

پارس ټوډې – نیویارک ټایمز، بینامین نتنیاهو په لوي وخت کې ، ورکوټی کس ونوموۀ چې  دخپل سیاسی ځائيګي او موقعیّت څخه د ویرې په دلیل،سمه فیصله نشي کولی.

په امریکا کې د نتنیاهو په شتون دامریکانو اعتراض، د نتنیاهو له کمزورتیا څخه د نیویارک ټایمز راپور، د نتنیاهو په سر په نیواکي ټاټوبو کې د تاؤتریخوالو زیاتیدا او د اسرائيلي سیاستوالانو ترمینځ  داختلافاتو زیاتیدا،ډیر زیات خبرونه او راپورونه  ددغه کس په باب د کرکې اونفرت د ډيرې زیاتیدا خبر ورکوي، چې  دپارس  ټوډې په دې خبری پيکیج کې ورته یوه ځغلنده کتنه کوو.

د امریکا په کانګرس کې د ننتنیاهو د وینا پراخ بایکاټ 

الجزیره ټیلیویژني چینل راپورورکړی، په داسې حال کې د صهیونیسټي رژيم  نتنیاهو،د امریکا په کانګرس کې وینا کړي چې په غزې کې د وینې بهونکي جنګ او د فلسطینیانو دنسل وژنې په دلیل، د متحده ایالاتو  د کانګرس د نمایندګانو له خوا دغه دستورې د پراخ بایکاټ سبب شوي دي. دغه دستورې پرون یعني د چارشنبې په ورځې ترسره شوي دي.

 د جنایتکار صهیونیسټي رژيم لومړی وزیر ټاکل شوې چې نن د امریکا له ویدۀ شوي ولسمشر جوزف بایډن سره هم کتنه وکړي، البته له ډونلډټرمپ سره هم دهغه دکتنې په باب خبرې کیږي،خو تر وروستیو پوروې معلومه نه ده چې دغه لیده کاته به وشي او که څنګه.

د نتنیاهو له وینا مخکې د امریکائي یهودیانو اعتراضه غونډه  

ایسنا خبری آژانس راپور ورکړی،اسرائيلو ته د وسلو د لیږلو د دریدا لپاره د امریکا د یهودیانو ائيتلاف  دتیرې سه شنبې په ورځې د امریکا  دکانګرس ودانۍ په داخل کې غونډه وکړه او صهیونیسټي رژيم ته ئې د  وسلو دلیږد  او د غزې د جنګ ددریدا غوښته وکړه. مظاهره چیان د کانګرس ودانۍ ته وارد شول او پرون ئې د صهیونیسټي رژيم د لومړي وزیر نتنیاهو په وینا باندې په اعتراض کې پرلتۍ ووهلې. دوي د فلسطین د آزادۍ، د غزې د جنګ د دریدا او د صهیونیسټي رژيم  په وسلو د سنبالولو په ضد سخت شعارونه ورکړل.

د کانګرس امنیتي مامورانو هم  ودانۍ ته د وارد شوو کسانو دتیت پرک کولو لپاره لاس په کار شول او  له مظاهره کونکو ئې په سلګونو کسان وینول

 دغزې په جنګ اعتراض کونکو د سه شنبې په ورځ هم په واشنګټن کې د بینیامین نتنیاهو د دیره کیدا د هوټل په وړاندې غونډه وکړه او هغه ئې جنایتکار وبالۀ. د صورتي قالیو اغوستونکو جنګ ضده ډلې وګړو، د نتنیاهو د دیره کیدا د  ځاي په وړاندې په دغې غونډې کې او همدرااز د امریکا د کانګرس ودانۍ په پوړو کې د وحشي جنایتکار نتنیاهو په ضد  اعتراض وکړ. دغه ډلې  د جنګی جنایتونو  او د بشریّت په ضد د جنایت په دلیل  داسرائيلو د لومړي وزیر د نیولو غوښتنه هم کوله.

د این بی سی ټيلیویژني چینل په  وینا، پرون هم یعني چارشنبې ورځې واشنګټن ته له درستې امریکا په لسګونو زره هغو یهودیانو چې د غزې جنګ په ضد ئې خپله  کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کړی، ځانونه واشنګټن ته رسولي او د نتنیاهو په ضد ئې په امریکا  کې دهغه په شتون سخت اعتراض وکړ.

برني سنډرز؛د امریکا په کانګرس کې  د وینا لپاره نتنیاهو ته بلنه ورکول له شرم ډکه خبره ده

ایسوشي ایټيډ پریس  خبری آژانس  پرون راپور ورکړی، د امریکا یوه خپولاکه سناتور برني سنډرزپه یولړڅرګندونو کې دې ته په اشارې سره چې د اپیل نړیواله محکمه احتماله دیر زر د نتنیاهو د نیولو حکم صادروی ، ټينګار وکړ؛د امریکاپه کانګرس کې د وینا لپاره نتنیاهو ته بلنه ورکول ډيره د شرم خبره ده.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې له اخلاقي پلوه هم سمه خبره نه ده چې دغزې بحران ته شا کړو ، په تیره بیا دا چې په امریکا کې مالیات ورکونکو بودجه په دغه جنګ لګیږي،زیاته کړه؛ اوس د لومړي ځل لپاره دغه جنګی جنایتکار(بینیامین نتنیاهو) ته په کانګرس کې د وینا ویاړ ورکول کیږي.

سنډرز له دې مخکې هم وئيلی وو، نتنیاهو یو جنګي جنایتکار دی او هغه  به په کانګرس کې د صهیونیسټ رژيم د وینا په دستورو کې ګډون ونه کړي.

سنډرز امریکائي چارواکو ته په خطاب کې ووئيل، د امریکا د کانګرس مشر باید توضیح ورکړي چې ولې د ۳۹ زره  فلسطینیانو قاتل ته چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي، کانګرس ته د وینا بلنه ورکړل شوې ده.؟

نتنیاهو،په لوی وخت کې کوچنی کس

ایسنا خبری اژانس راپور ورکړی، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې شناندی توماس فریډمن امریکا ته د صهیونیسټي رژيم د لومړي وزیر بینیاهم نتنیاهو سفر ته په اشارې سره، په یوې مقالې کې، نتنیاهو،په؛لوي وخت کې کوچنی سړی؛ بللی چې د خپل سیاسی ځائيګي او موقعیّت  څخه د ویرې په دلیل  سمه فیصله نشي کولی.

همدرااز  د فلسطین سما خبری آژانس  هم راپور ورکړی، د امریکائي ښاریزو د کورنیو او د صهیونیسټي بندیانو له یو شمیر کورنیو سره نتنیاهو د سه  شنبې په ورځې لیده کاته وکړل، خو دغه کتنه  ددغو کورنیو  په اعتراض سره  په جنجال سره پاي ته ورسیده.

ددغه راپور په اساس نتنیاهو  په دغې کتنې کې وئيلي دي چې باید پرحماس پوځي دباؤنه وارد کړو او هر یو هغه شرط ونه منو چې دغه ډله ئې مطرح کوي.نتنیاهو دغه وینا کوله چې د صهیونیسټو بندیانو کورنیو د هغه خبرې غوڅې کړې او له هغه سره ئې سخت مخالفت وکړ.

لاپیډ؛ نتنیاهو   دې له حماس سره  سوله ومني     

الجزیره ټیلیویژني چینل د سه شنبې په و رځې راپور ورکړی،د صهیونیستي حکومت د کابینې د مخالف بهیر مشر یائيرلاپيډ پر نتنیاهو غږ کړی چې د امریکا په کاانګرس کې دې پخپلې وینا کې هغه موافقه چې په دلیل ئې صهیونیسټي بندیان خوشي کیږي، ومني. 

هغه په دې باب پخپل ایکس ټولنیز چینل کې لیکلي دي،نتنیاهو باید په نهایت کې له حماس سره د سولې له موافقې سره پخلا شي.
لاپيډپخپل یوه بل پیغام کې هم لیکلي ډي، نتنیاهو اوس د نیواکي ټاټوبو شمالی سیمې پخپل حال پریښودلي دي. ددغو سیموډيری اوسیدونکي د لبنان د حزب الله د حملو په دلیل میاشتې  میاشتې کیږي، چې  له خپلو کورونو وتلي دي او بیرته نشي تللی.

ګانټس؛ نتنیاهو په پوهیدا سره  مونږ د ناکامئ په لور کاږي 

تسنیم خبری آژانس راپو رورکړی، د صهیونیسټي رژیم د جنګ په کابینې کې د نتنیاهو پخوانی متحد بنی ګانټس هم د سه شنبې په ورځې په یوې وینا کې  بینیامین نتنیاهو د اسرائیلو د ناکامۍ لپاره په قصدی اقدام تورن کړ.

 

ټیګونه