انډونیشیا والو د اسرائيلي شیانو په بایکاټولو سره دوي ته په میلیونو ډالره تاوانونه اړولي دي
پارس ټوډې – د انډونیشیا خلکو د هرې اونۍ په آخر کې د فلسطینیانو په ملاتړ کې په میلیوني مظاهرو سره په یووخت،له اسرائيلو سره د اړونده شرکتونو له محصولاتو استفاده هم پریښودلې ده او په دې توګه ئې دغو شرکتونو ته په میلیونونو ډ الر تاوانونه اړولي دي.
پارس ټوډې د فارس له قوله راپور ورکړی، کې ایف سي؛ د ۲۰۲۴کال په یوازې لومړنیو څلورو میاشتو کې د انډونیشیاوالو په وسیله د دوي د محصولاتو د بایکاټ له امله 21.5 میلیون ډالري تانونه لیدلي دي .په انډونیشیا کې ددغو کړه ایزو ریستورانونو د محصولاتو داخستو دریدا سبب شوې ده څو ددغه شرکت عایدات د ۲۰۲۳کال د لومړنیو څلورو میاشتو په پرتله شپیته برابره کم شوي دي.
مک ډونالډ، او پوما هم نور هغه شرکتونه دي چې په جکارتا کې د فلسطینیانو د ملاتړ په وسیله ئې بایکاټ شوی دی.
انډونیشیا په هغو پنځو برلاسه هیوادونو کې شمیرل کیږي، چې له صهیونیسټ رژيم سره داړونده شرکتونو او کارخانو محصولات ئې بایکاټ کړي دي.
د فرانسې ،عربستان، انګلستان او امریکا پشمول دنړۍ له پنځلسو هیوادونو څخه په څه دپاسه پنځلس زره کسانو کې شوي نظرسنجۍ ښئ چې لږترلږه په درو کې یو کس، له اسرائيلو سره اړونده او یا ئې له ملاتړو شرکتونو سره اړونده برنډونه او مارکونه بایکاټ کړي دي.
ددغې نظر غوښتنې په اساس، عربستان، متحده عربی امارات او انډونیشیا درې مسلمانو هیوادونو ولسونه د اسرائيلي محصولاتو د بایکاټونکو پنځو برلاسه هیوادونو برخه شمیرل کیږي.
داپه داسې حال کې دي چې د عربستان حکومت له صهیونیسټي رژيم سره د خپلو اړیکو د عادی کولو لپاره لاس پښې خوځوي؛ ددغه هیواد کابو یو اویا فیصدي خلکو وئيلي دي،چې د فلسطین له مظلومو خلکو څخه د ملاتړ د ښودلو لپاره ئې داسرائیلو محصولات او ورڅخه استفاده بایکاټ کړې ده.
په تیرکال دسمبر کې د واشنګټن موسیسې په وسیله په شوي نظر غوښتې کې ، دعربستان کابو شپږ نوي فیصدي خلکو منلې ده چې عربی هیوادونه باید په غزې کې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په ځواب کې له صهیونیسټي رژيم سره خپل ارتباط غوڅ کړي. په متحده عربی اماراتو کې هم ۵۷ فیصده خلکو وئيلي دي چې اسرائيلي محصولات ئې پخپل تور لیسټ کې راوستي دي.
په نړیواله سویه په متوسط ډول ۳۷ فیصدي خلکو له صهونیسټ رژیم سره داړونده محصولاتو بایکاټولو ته مخه کړې ده.داپه داسې حال کې دي چې په عربو او مسلمانو هیوادونو کې احصائې د دنیا له متوسطې برخې لازیاتې دي.
په مارچ میاشت کې،د سټاربکس خاوندان مجبوره شوي وو، په مینځني ختیځ او شمالي افریقا کې له خپلو کارکونکو څخه دوه زره کسان د دغو سیمو د خلکو په وسیله د دوي دمحصولاتو دبایکاټولو په دلیل له کاره ګوښه کړي.
د مک ډونالډ مسئولانو هم وئيلي دي،د ملایشیا،انډونیشیا او همداراز د مینځني ختیځ پشمول په مسلمانو هیوادوونو کې ددغه شرکت محصولاتو خرڅلاؤکم شوی دی.
له اسرائيلو سره داړونده بهرنیو محصولاتو بایکاټول د لویدیدځي آسیا هیوادونو د داخلی محصولاتو د خرڅلاؤ د زیاتیدا سبب شوی دی.
دعمان ډیری خلکو له صهیونیسټي رژيم سره اړونده شرکتونو د بهرنیو شربتونو په څنګةکولو سره د سعودي عربستان په برنډونو پسې شوي دي.
د ترسره شوو نظر سنجیو په ا ساس،له بهرنیو محصولاتو څخه د فلسطین دمظلوم ولس د ملاتړو په نه استفادې سره ، په عربستان او متحده عربی اماراتو کې دداخلی محصولاتو پلورل زیات شوي دي. پاکستانیو شرکتونو هم د اسرائيلي محصولاتو په ځاي د نورو محصولاتو د راوستو لپاره نورو محصولاتو تولید ته مخه کړې ده.
د اسرائيلي محصولاتو بایکاټول په داسې شرائطو کې ترسره کیږي، چې دغه رژيم له اقتصادي دړې وړې کیدا سره لاس او ګریوان شوی دی. د جنایتکار صهیونیسټي رژيم مسئولانو او رسندویو په کرتو په وروستیو میاشتو کې ددغه رژيم دبدو اقتصادي شرائطو په باب خبرداري ورکړي دي.
د اسرائيلو شرائط دومره ترینګلي شوي دي چې د ټماټرو اوبدرنګو په څیر د آرزانو شیانو صادراتو کمیدا ددوي اقتصاد فلج کولی شي.دغه وحشي رژیم په داسې حال کې په غزې تړانګې کې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي، چې تر دې دمه په دغه بې څوکه او مظلوم ټاټوبي کې څه دپاسه څلویښت زره عام خلک شهیدان شوي او کابو درې نوي زره نور ټپیان شوي دي چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي