د اسرائیلي ځواکونو پر ضد د مصري ځوانانو د عملیاتو جزیات
(last modified Tue, 10 Sep 2024 11:47:38 GMT )
Sep 10, 2024 16:17 Asia/Kabul
  • د اسرائیلي ځواکونو پر ضد د مصري ځوانانو د عملیاتو جزیات

پارس ټودی – دوه ځوانو مصریانو د فلسطیني مقاومت په ملاتړ د مصر له اشغال شویو سیمو سره په پولو کې د صهیونیسټ ضد عملیات ترسره کړل.

پارس ټودی د «غزه الان» چینل د راپور له مخې لیکلي، له نیواکګرو فلسطین سره په سرحدی سیمو کې د صهیونیسټی پوځیانو په خلاف  دوو مصري ځوانانو د صهیونیسټ ضد عملیاتو په ترڅ کې څو صهیونیسټي پوځیان وژلي او څو نور یې ټپیان کړي.

ځینو صهیونیسټی سرچینو اعلان وکړ چې له مصر سره په پوله کې مصریانو اسرائیلي پوځیان په موټر وهلي، چې له امله یې یو شمېر وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دي، خو مصریان له سیمې څخه تښتیدلي.

د یکشنبې په ورځ یو اردني لارۍ چلوونکي د اردن او اشغال شوې فلسطین تر منځ د پولې په اوږدو کې د الکرامه له لارې ننوتل او له نږدې څخه یې په صهیونیسټانو ډزې پیل کړې چې په ترڅ کې ۳ صهیونیسټان ووژل شول چې وروسته عملیاتو ترسره کوونکی هم د صهیونیسټانو له لورې په شهادت ورسول شو.

د عبراني وېبپاڼې واللا د راپور له مخې، د غزې د جګړې له پيل راهيسې په لويديځه غاړه کې د صهيونېسټانو پر ضد لږ تر لږه ٤٩٧٣ عمليات شوي، چې په ترڅ کې يې د ١٢ پوځيانو او ٣ پوليسو په ګډون ٣٨ صهيونيان وژل شوي او ٢٨٥ نور ټپيان شوي دي.

 

ټیګونه