د سیمې په هیوادونو کښې ولوله ، خوشحالۍ او غرور؛ د ایران د استعمار ضده پوځي عملیاتو نتیجه :
پارس ټوډې – د صهیونیسټ رژيم جنایتونو ته د ایران د اسلامي جمهوریت توغندوي او جایز ځواب د بیلابیلو هیوادونو په خلکو کښې ولوله ، خوشحالۍ او غرو رامینځته کړ.
د ایران اسلامي جمهوریت د خپلې واکمنۍ د خلاف ورزۍ په وړاندې له دوه میاشتې زغم وروسته او د ملګرو ملتونو د منشور په وړاندې له ځان څخه په خپلې دفاع کښې د هیواد د حق پراساس او دغه راز د مظلومانو د ملاتړ لپاره په لسګونو بالیسټیک توغندیو سره په صهیونیسټ رژيم توغندي حمله وکړه.
پارس ټوډې زیاته کړه د ایران له دغه جایز اقدام وروسته په ډیرو هیوادونو کښې د نړۍ ازادي غواړو خوشحالیانې وکړې.
د لبنان خلکو د هیواد په بیلابیلو ښارونو کښې هم د اسرائیلو رژیم پرضد د ایران له پراخو توغندوي حملو وروسنه سړکونو ته په راوتلو سره خوشحالۍ وکړه.
د ځینو رسنیو د راپورونو پراساس په غزې تړانګه ، خان یونس او جنین کښې د فلسطین خلک بیا د ځمکې په کرې تر ټولو خوشحال انسانان وو.
د فلسطین خلکو د خپلې فضا د پاسه د ایران د توغندیو په تیریدا سره د شکر سجدې وکړې او د ایران د سپاه پاسداران ځواک د مبارزانو لپاره یې دعا وکړه.
په دې مینځ ومان کښې د فلسطین د ماشومانو ډیر عکسونه خپاره شول چې په واټونو کښې جشن او خوشحالۍ کوي.
دغه راز په ترکیې کښې د ټيلي ويژن په یوه پروګرام کې په نیواکي ټاټوبو باندې د ایران د توغندوي حملې له اعلان وروسته د پروګرام مجري او کارپيژاندي په ډيرې خوشحاله کیدا سره هلته په موجودو کسانو باندې شیریني وویشله.
د عراق د کربلا او بغداد خلک هم د صهیونیسټ رژیم د پوځي او د امنیتي تاسیساتو او د هدفونو پرضد د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو له حملو وروسته د دغو ښارونو سړکونو ته راووتل او جشنونه او خوشحالۍ یې وکړې.
دغه راز د سوریې د پلازمینې دمشق خلکو هم د دغه ښار په واټونو کښې خوشحالیانې وکړې او د ایران له حملو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
په اینټرنیټ کښې په خپرو شویو عکسونو کښې د اردن خلک په صهیونیسټ رژيم باندې د ایران له حملې خوشحال وو او هغوې ګډا او ناڅا وکړه.
د پاکستان خلکو هم د دنیا د نورو ازادي غواړو په شان په واټونو کښې په شتون سره په نیواکي ټاټوبو باندې د ایران په توغندوي بریدونو خوشحالي څرګنده کړه.
د یمن خلک هم د صهیونیسټ رژيم تیریو ته د ایران له توغندوي ځواب ورکولو وروسته د پلازمینې صنعا په شمول په بیلابیلو ښارونو کښې واټونو ته راووتل او خوشحالۍ یې وکړه.
د ایران په پوځي عملیاتو سره د بوسنیا هرزګوینا خلکو هم په سارایوو کښې په داسې حال کښې چې د خپل هیواد او د فلسطین بیرغونه یې لیږدول د ایران د اسلامي جمهوریت د دغه اقدام قدرونه او ملاتړ وکړ.