مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۵-۰۲
(last modified Tue, 26 Jul 2016 11:11:58 GMT )
Jul 26, 2016 15:41 Asia/Kabul
  • مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۵-۰۲

ګرانو او عزتمنو دوستانو تودۀ سلامونه مو قبول کړئ. د دې هفتې مېځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې مطلب کښې د مېنځنی ختیځ ډېرو مهمو بدلونونو ته یو کتنه کوو.

له هر څه مخکې د فلسطین حالات چې د صهیونېسټ رژیم د ځپونکو اقداماتو  او د فلسطینیانو په خلاف د خپل جنایتونو د سختولو لپاره د دغه رژیم چمتووالو تر تاثیر لاندې یې شتون لرۀ څېړنه کوو او بیا د بحرېن، سوریې او عراق د حالاتو په شمول د سیمې نورو بدلونونو ته یوه کتنه وکړوو.

د فلسطین د بدلونونو په اړه د لا زیاتو فلسطینانو د قتل عام او لا زیاتې ځپنې کتونکی وو چې د صهیونېسټ رژیم دغه اقدامات د فلسطینیانو لخوا د غندنو له پراخې څپې سره مخامخ شوی دی.

په دې زمینه کښې فلسطینیانو د هغوی د قتل عام لپاره د دغه رژیم له فوځیانو څخه د صهیونېسټو افراطی خاخامانو غوښتنه نژاد پرستی وبلله او دغه چاره یې په سختۍ سره وغندله.

دغه غوښتنې چې په اسرائیلی ټولنه کښې یې په څرګنده او قانونی توګه مقبول چلند لرلے دے په دغه ټولنه کښې د اخلاقی زوال د ژورتیا بیانوونکې دی. په زخمی فلسطینیانو باندې د صهیونېسټو فوځیانو د حملو په باره کښې په دې وروستیو هفتو کښې د ګڼ شمېر وېډیوګانو د خپرېدو باوجود اسرائیلی پادریانو او خاخامانو د زیاترو  زخمی فلسطینیانو په وژلو کښې د سستی په وجه د دغه رژیم په فوځیانو نیوکه وکړه. د عیلی ښارګی د فوځی کالج مشر خاخام ییګال لوینشټائن وویل، اسرائیلی فوځ ته پکار دی چې د زخمی شویو فلسطینیانو لوری ته په ډزو کښې د فوځیانو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې او انګېزې رامنځته کړی.

دغه غوښتنه د جنګ په دوران کښې په فلسطینی ښځو باندې د تیری د فتوې له صادرېدو وروسته د اسرائیلی فوځ د لوړ رتبه خاخام په توګه د ایال کریم له ټاکنې یو هفته وروسته وشوه.

همدارنګ مخکې هم اسرائیلی خاخامانو د فلسطینیانو د څښلو په اوبو کښې د زهرو د ګډولو غوښتنه کړې وه.

د ویلو ده چې په لسګونو صهیونېسټی خاخامانو څه موده مخکې هم په نیواکی فلسطین کښې په یو کانفرنس کشې د دغه رژیم له فوځیانو وغوښتل چې په هر هغه فلسطینی باندې چې هر اسرائیلی ته د نزدې کېدو کوشش کوی ډزې وکړی.دغوخاخامانو وویل چې د اسرائیلو مخالف فلسطینے واجب القتل دے او پکار دی بې له  څه ځنډه ورباندې ډزې وشی.

د صهیونېسټو خاخامانو د انسانیت په خلاف دغه څرګندونې په زیاترو فلسطینیانو باندې د حملو لپاره د اسرائیلی چارواک له دریځونو سره په غږمله توګه بڼه نیسی.

د صهیونېسټ رژیم د سیاسی چارواکو او هم د تش په نامه روحانی چارواکو لخوا د فلسطینیانو د قتل عام لپاره د صهیونېسټان لا زیات تحریکول په داسې حال کښې دی چې صهیونېسټو فوځیانو د قدس د نوې انتفاضې له شروع کېدو نه تر اوسه پورې په لسګونو فلسطینیان شهیدان او ګڼ شمېر نور یې زخمی او یا نیولی دی.

بحرېن تېره هفته د آل خلیفه د څپنو د زیاتېدو او په دغه هېواد کښې د بشری د حالاتو د لا سختېدوپه دلیل د عامه افکارو پام ځان ته را اړولے دے او د بشری حقوقو مراکز هم د بحرېن د حالاتو د لا سختېدو په اړه د داسې یو حالت څخه اندېښنه څرګنده کړه. د دغو اعتراضاتو لمن د لویدیځو ادارو چې د آل خلیفه د جنایتونو به وړاندې یې خاموشی اختیار کړې ده او همدارنګ لویدیځو حکومتونو لوری ته چې د دغه ځپونکی رژیم له ملاتړو څخه ګڼل کیږی غزېدلې ده.

د عفوې نړیوالې ادارې د دوه زره پینځلسم او دوه زره شپاړسم کال لپاره په خپل کلنی رپوټ کښې ویلی دی چې بحرېن د بیان د ازادۍ ځپلو ته دوام ورکړے دے او په دغه هېواد کښې د سیاسی مخالفانو په خلاف ظالمانه او غېر شفافو محاکمو هم دوام لرلے دے.

دغې ادارې په خپل کلنی رپوټ کښې په بحرېن کښې د بشری حقوقو حالات بیان کړی دی او دې موضوع ته یې اشاره کړې ده چې بحرېنی چارواکو په وروستیو کلونو کښې تقریباً د دوه سوه اتو بحرېنیانو منجمله نهو ماشومانو تابعیت یا شهریت لغو کړے دے او ځینې یې مجبور کړی دی چې له هېواده وځی.

د عفوې د نړیوالې ادارې په رپوټ کښې راغلی دی چې د بحرېن حکومت د بیان ، د غونډه د جوړولو او د جمعیتونو او انجمنونونو د جوړولو د ازادۍ ځپنې ته دوام ورکړے دے. د مخالفانو په مجازی فعالیتونو او د هغوی په نورو اقداماتو باندې ډګر تنګولو مخ په زیاتېدونکې توګه دوام لرلے دے. په دغه رپوټ کښې تاکید شوے دے چې په بحرېن کښې مخالف مشران د جېل د تورو تمبو شا ته دی او ځینې پکې عقیدتی بندیان دی او په  بحرېن کښې شکنجو او نورو بدچلندیو هم دوام لرلے دے.

د بحرېن خلق د دوه زره یولسم کال د فرورۍ له څوارلسمې نېټې څخه د آل خلیفه رژیم په سیاستونو باندې معترض دی او د ازادۍ، د انصاف د برقرارۍ او تبعیض د  ختمولو غوښتونکی دی. د هغوی دغه غوښتنې د سعودی په شمول د ځینو عربو هېوادونو په ملګرتیا سره د بحرېن د رژیم له ځپنو سره مخامخ شوې دی.

په تېره هفته کښې د عراق بدلونونه له ترهه ګرو سره د چلند او د دغه هېواد په چارو کښې د امریکې له مداخلتونو سره د زیاتو مخالفتونو لپاره په عراق کښې د زیاتېدونکو تیاریو تر تاثیر لاندې وو.

له داعش سره په چلند کښې د عراقیانو د جدی ارادې په دغه چوکاټ کښې د دغه هېواد د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو  تاکید وکړ چې د دغه هېواد د ولسی ځواکونو په ملاتړ سره به د عراق فوځ د عراق په شمالی برخه کښې  د داعش ترهه ګرې او تکفیری ډلې  قبضه ختمه کړی.

ابراهیم الجعفری له خپل امریکائی همسنګ سره په ګډ اخباری کانفرنس کښې وویل، هغه کامیابۍ چې د عراق وسله  والو ځواکونو په دې وروستیو کښې په فلوجه کښې ترلاسه کړې له داعشی ترهه ګرو سره په مبارزه کښې د عراق د خلقو د کامیابۍ او د نړیوالې ارادې ښودونکې دی.

په همدې اړه د عراق د دفاع وزیر خالدالعبیدی هم وویل، دعراق له لسوفیصدو نه کمه خاوره هم هغه شان د داعش د تکفیری ترهه ګرې ډلې په قبضه کښې ده. خالد العقیدی وویل،عراق همدا اوس په فلوجه کښې د داعشی عناصرو له ماتې وروسته د موصل د بیا نیولو په خاطر د عملیاتولپاره د تیارۍ په حال کښې دے.

د عراق د دفاع وزیر وویل، د داعش ترهه ګرې ډلې عناصر د عراقی ځواکونو د پرمختګونو په وړاندې د نورو پناه ځایونو په لټه کښې دی. د عراق د دفاع وزیر خالد العبیدی وویل چې د عراق حکومت کلکه اراده کړې ده چې دوه زره شپاړسم کال په دغه هېواد کښې د داعش تکفیری ډلې د عمر خاتمه ده.

له بلې خوا د عراق وزیراعظم حېدرالعبادی هم له داعش سره د عراقی ځواکونو مقابله او د دغه هېواد د ښارونو او کلیو د ازادولو لپاره د هغوی کوششونه وستائل او څرګنده یې کړه چې عراق، سیمه او نړۍ د ترهه ګرۍ له خطر سره مخامخ دی او نړیواله ټولنه پکار دی د هغې د ځپلو او ختمولو لپاره مرسته وکړی.

د عراق د ولسی ځواکونو ویاند د داعش ترهه ګرې ډلې تر قبضې لاندې سیمو د ازادولو لپاره د عراقی ځواکونو د توانمنۍ خبر ورکړ.

د ترهه ګرو د مقابل کښې د سوریې د ځواکونو مېدانی کامیابۍ، د امریکې او فرانسې په اشتباهی حملو کښې د عامه خلقو په قتل عام کښې د هغوی دجنایتونو په اړه غبرګونونه او  د ملی پخوله ینې په خبرو اترو باندې د سوری چارواکو تاکیدپه تېره هفته کښې له سوریې سره ځینې اړوند بدلونونه وو. په دې چوکاټ کښې د سوریې د دفاع وزیر فهد جاسم الفریج په یوه وېنا کښې تاکید وکړ چې د دغه هېواد په مختلفو سیمو کښې له ترهه ګرو سره مبارزه هم هغه شان دوام لری او د دوستانو ملاتړ یې د نابودۍ  اصلی عامل دے.

د سوریې د دفاع وزیر د خپلې وېنا په دوام کښې څرګنده کړه، د سوری ځواکونو اقداماتو د سوریې د خلقو او د نړۍ د ټولو ملتونو حېرانی رابرسېره کړې ده. د سوریې د دفاع وزیر په آخر کښې وویل، د فوځ کامیابۍ د ترهه ګرۍ د نابودۍ او د هغې له پراختیا څخه د مخنیوی اصلی وجه ده.

د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال هم تاکید وکړ چې د حلب د محاصرې بشپړوالے  په سوریې کښې د ترهه ګرو ډلو د موجودیت د قریب الوقوع خاتمې په معنا دے. دا په داسې حالاتو کښې دی چې په ماسکو کښې د سوریې سفیر هم د سوئیزلېنډ په جنیوا کښې د سوری سوری خبرو اترو د بیا  شروع کولو لپاره د دمشق د حکومت د  چمتووالی خبر ورکړ.

په ماسکو کښې د سوریې  سفیر ریاض حداد د جنیوا د خبرو اترو بیا شروع کولو ته په اشارې سره وویل، د دغو خبرو اترو لپاره ضروری تیارۍ په نظر کښې نیول شوی دی او کله چې یې مقرر وخت معلوم شو د سوریې چارواکی به جنیوا ته لاړ شی.

حداد زیاته کړه، د سوریې په چارو کشې د ملګرو ملتو خصوصی استازی سټیفن ډی مېستورا لا تر اوسه د راتلونکو خبرو اترو د شروع کېدو دقیقه نېټه نه ده اعلان کړې خو کېدې شی د اګست له میاشتې شروع شی.

د  جنیوا خبرې اترې چې د سوریې د حکومت او د هغۀ د مخالفانو ترمېنځ له مودو مخکې شروع شوې وې، په ځلونو د هغو ښکېلو پلاو چې له سعودی سره پېېلی دی د خنډونو اچولو په دلیل له ماتې سره مخامخ شوې دی.

په سوریې بحران په دوه زره یولسم کال کښې د د سوریې د ولسمشر بشار اسد د قانونی حکومت د نسکورولو لپاره د سعودی، قطر، امریکې او د هغو د انډیوالانو تر ملاتړ لاندې ترهه ګرو ډلو په پراخه یرغل سره شروع شوے دے.

د دغه بحران له شروع نه تر اوسه د سوریې په زرګونو بې ګناه خلق وزل شوی، زخمی شوی او په میلنونو نور هم کډه په سر شوی دی. دا په داسې حال کښې دی چې د سوریې په شمال کښې د داعش په خلاف د نړیوال ائتلاف په اشتباهی حملو کښې په یوه سیمه کښې د نورو په لسګونو عامه خلقوله قربانی کېدو وروسته له داسې اقداماتو سره مخالفتونه پراخه شوی دی، په دا ډول چې د سوریې مخالفانو هم د دغه ائتلاف په فوری توګه د حملو د بندولو غوښتنه وکړه.

-----------

ټیګونه