د بحرین د خلکو خلاف خونړی تشدد دې سمدستي بند شي
(last modified Mon, 29 May 2017 15:53:15 GMT )
May 29, 2017 20:23 Asia/Kabul
  • د بحرین د خلکو خلاف خونړی تشدد دې سمدستي بند شي

په داسې حال کښې چې آل خلیفه رژیم د بحرین الدُراز سیمه په یوې پوځي اډې بدله کړې ده، د عرب نړۍ یوشمیر سیاسي او فرهنګي شخصیتونو د بحرین د خلکو خلاف د خونړي تشدد د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه.

د بحرین د الؤلؤ خبري سایټ د خبر له مخې د عرب نړۍ یوشمیر سیاسي او کلتوري شخصیتونو نن په یوه خبرپاڼه کښې ټینګار وکړ چې بحرین په دې وروستیو ورځو کښې د ریاض د غونډې له ترسره کیدو وروسته د خلکو په روا حقوقو باندې د آل خلیفه رژیم د امنیتي ځواکونو د خونړیو بریدونو کتونکی دی.

د دې خبرپاڼې لاسلیکونکو د هیواد په نابودۍ باندې د بحرین د حکومت ټینګار او قبیله ایز ظلم وغنده او د حملو د بندیدو، د نیول شویو کسانو د آزادیدو، د ځپنې او تشدد او د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ د ختمیدو غوښتنه یې وکړه.

آل خلیفه رژيم په الدراز چوک کښې چې د بحرین د لوړرتبه عالم شیخ عیسی قاسم د کور سیمه ده، د شلو پوځي او زغریزو ګاډو په دیره کولو او د تلاشۍ د پوسټو په جوړولو او بهر ته د تلونکو ټولو لارو په بندولو سره دغه سیمه په یوې پوځي اډې بدله کړې ده.

د آل خلیفه رژیم امنیتي ځواکونو د تیرې اونۍ په سه شنبې په الدراز سیمې او د شیخ عیسی قاسم پر کور برید وکړ او د سیمې پنځه اوسیدونکي یې ووژل، څه باندې سل یې ژوبل کړل او ۲۸۶ کسان یې ژوندي ونیول.

 

ټیګونه