آل خلیفه دې د بحریني قربانیانو جنازې د هغوي کورنیو ته وسپاري
د بحرین عالمانو د شرعي مراسمو ترسره کولو لپاره خپلو کورنیو ته په الدراز سیمې باندې د آل خلیفه ځواکونو په حمله کښې د وژل شویو د مړو په سپارلو یوځل بیا ټینګار وکړ.
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې د بحرین علماو پرون په یوه خبرپاڼه کښې د اسلام په مقدس شریعت او مذهب پورې د آل خلیفه رژيم دروغ تړلو ته په اشارې سره وویل: ترڅو چې په الدراز سیمه کښې د وژل شویو شرعي اولیا د خپلو اولادونو د تدفین اجازه ور نه کړي د هغوي د ښخولو لپاره د بحرین د رژیم اقدام شرعاً باطل دی.
بحریني علماو د یو شرعي، قانوني او انساني حق په توګه د مراسمو ترسره کولو لپاره خپلو کورنیو ته د وژل شویو د مړو د ورکړې مخنیوی د فرقه پالو دسیسو په لاره کښې د آل خلیفه رژیم یو بل جنایت وباله.
د ویلو ده چې آل خلیفه رزيم د روانې مۍ میاشتې په ۲۱ نیټه د بحرین لوړرتبه عالم شیخ عیسی قاسم په یو کال زندان او د مال حال په مصادره کولو محکوم کړ او بیا د دغه رژیم پوځیانو د مۍ د میاشتې په ۲۳ نیټه د دغه ستر عالم د اوسیدو په الدراز سیمې برید وکړ چې له امله یې شپږ تنه وژل شوي، څه باندې ۲۰۰ زخمي شوي او ۳۰۰ نور ژوندي ونیول شول.