د شیخ عیسی قاسم په ملاتړ کښې د بحرینیانو مظاهرې جاري دي
(last modified Sun, 11 Jun 2017 11:14:23 GMT )
Jun 11, 2017 15:44 Asia/Kabul
  • د شیخ عیسی قاسم په ملاتړ کښې د بحرینیانو مظاهرې جاري دي

زرګونو بحرینیانو د دغه هیواد له لوړرتبه عالم شیخ عیسی قاسم څخه د ملاتړ لپاره د علماو په غوښتنه او د بحرین د خلکو خلاف د آل خلیفه د محکمو لخوا د نیونې او اعدام د حکمونو له صادریدو سره په مخالفت کښې مظاهرې وکړې.

د ایرنا د خبر له مخې د بحرین خلکو د شیخ عیسی قاسم په نظربندۍ، د الدراز سیمې د کلابندۍ په دوام او په هیواد کښې د نیونو د خبرونو په پټولو باندې په اعتراض کښې بیګا پرله پسې په دویمه شپه هم مظاهرې وکړې.

مظاهره چیانو د څو بحریني ځوانانو د اعدام له احکامو او په سوله ایزو مظاهرو کښې د ګډون په جرم د ځینو نورو لپاره د زندان له حکم سره د مخالفت په ترڅ کښې د آل خلیفه رژیم خلاف یولړ شعارونه ورکړل.

د بحرین په پلازمینه منامه کښې د تیرو شپو مظاهرې د آل خلیفه رژیم د پوځیانو لخوا له ځپنې وروسته په غضبناکو اعتراضونو بدلې شوې داشان چې په کرزکان سیمه کښې معترضانو د ټایرونو په سوزولو سره اصلي لارې بندې کړې.

بحرین له ۲۰۱۱ کال راهیسې د عمومي نارضایتیو له کړکیچ سره مخامخ دی.

 

ټیګونه