په بحرین کې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په هکله د ملګرو ملتو خبرداری
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو پلټونکو خبرداری ورکړ په بحرین کې د بشري حقوقو خلاف ورزي منجمله د اعدامونو له سره پیل کیدل او د مخالفانو ځپل به په دغه هیواد کې د ناارامیو سبب شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو پینځو پلټونکو نن په یوې خپرې کړې بیاینې کې وویل د خلکو د اعتراضونو او نیوکو ځواب په تاوتریخوالي سره ورکول او د عومو ځپل نه یوازې د بشري حقوقو خلاف ورزي ده بلکې د کړکیچ د زیاتیدو سبب هم ګرځي.
د ملګرو ملتو پلټونکو ټینګار کړی چې په بحرین کې د بشري حقوقو حالت په تیر یو کال کې ډیر خراب شوی او د دغه هیواد مقامات د مخالفانو د ځپلو لپاره له زوره کار اخلي.
د بحرین امنیتي ځواکونو په دا وروستیو کې د دغه هیواد د شیعیانو د مشر شیخ عیسی قاسم په کور په برید او په معترضو کسانو په ډزو سره پینځه کسان شهیدان او تر سلو زیات ژوبل کړل او کابو درې سوه یې ونیول.