وهابیت هم هغه داعش دے
(last modified Tue, 11 Jul 2017 11:57:45 GMT )
Jul 11, 2017 16:27 Asia/Kabul
  • وهابیت هم هغه داعش دے

ډویچې وېلے ټیلی ویژنی چېنل فرانکفورټ د اسلام او نړیوال کېدنې د تحقیقاتی مرکز له مشرې مېرمن سوزان شروټر سره په مرکه کښې وویل: سعودی په نړۍ کښې د تندلاریتوب صادرونکے دے.

ډویچې وېلے ټیلی ویژنی چېنل د دې په بیانولو سره چې سعودی په نړۍ کښې د تندلاریتوب او شدت پسندۍ یو تر ټولو ستر ملاتړ دے ولیکل: سعودی عرب په تېرو پنځوسو کلونو کښې 86 میلیارډ ډالره د وهابی تندلاریتوب په زمینه کښې لګولی دی.

دغه جرمن چېنل ولیکل: د سعودی وهابی ازم چې د دغه هېواد د تیلو پېسوله ملاتړ سره مل دے اثر اوس څرګند شوے دے.

ډویچې وېلے زیاته کړه: ډېرې مودې  وشوې چې سعودی د وهابی ازم د آئیډیالوجۍ په صادرونکی بدل شوے دے او څرګنده ده چې د دغې آئیډیالوجۍ ماهیت د هغه څه په شان دے چې په داعش کښې لیدل کیږی.

د رسمی رپوټونو له مخې سعودی رژیم د ترهه ګرۍ یو ډېر مهم ملاتړے حکومت او  په نړۍ کښې د وهابیت د تندلارو نظریاتو د خپرولو عامل پېژند کیږی او په نړیوال نظام کښې د بشری حقوقو ادارې د آل سعود د غېر قانونی او غېر انسانی اقداماتو په اړه په ځلونو سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ډوېچې وېلے د رپوټ له مخې مېرمن پروفېسر سوزان شروټر یوه مردم شناسه مېرمن او په اسلامی هېوادونو او هغو هېوادونو کښې چې مسلمان اقلیتونه لری له کلتوری او سیاسی فرقونو او بدلونونو په اړه پراخه تحقیقات او څېړنې لری.  هغه زیاتره د اېشیاد جنوب ختیځ او د آفریقې د شمال او جرمنی هېوادونو په اړه تحقیقات کوی.

په فرانکفورټ کښې هم د هغې تر نظر لاندې د اسلامی نړۍ یو تحقیقاتی مرکز فعالیت کوی. هغې د ډوېچې وېلې له خبریال مېټیس فوهائن سره په مرکه کښې د وهابیت د صادرېدو د طریقو په باره کښې وویل: هېنری جېکسن سوسائیټی نومې تحقیقاتی ادارې په برطانیه کښې د اسلامی تندلارو ډلو د ترټولو مهم مالی ملاتړ په اړه سعودی عرب معرفی کړے دے. ویل کیږی چې دغه هېواد په تېرو پنځوسو کلونو کښې د وهابیت مذهبی غورځنګ په صادرولو لږ تر لږه 86 میلیارډ ډالره خرچ کړی دی. یو داسې غورځنګ چې په ټوله نړۍ کښې د مذهبی تندلاریتوب او اسلامی جهاد پالنې د آئیډیالوجۍ په بنیاد جوړ دے.

هغه د هېنری جېکسن سوسائیټی نومې تحقیقاتی ادارې د محتوا په وضات کښې وائی. داسې اعدادوشمار هغه نه ده حېرانه کړې. هغه وضاحت کوی چې معلومه وه چې سعودی د وهابیت مذهبی غورځنګ د آئیډیالوجۍ په صادرولو بوخت دے او دا هم معلومه وه چې دغه آئیډیالوجی په کلی برخو کښې هم  هغه د « اسلامی حکومت » په نامه آئیډیالوجی ده.

مېرمن شروټر تاکید کوی چې سعودی عرب یوازې د پېسو په ورکولو اکتفا نه کوی بلکه د دلچسپی لرونکو په اختیار کښې د تبلیغاتو او پروپېګنډو سرچینې هم ورکوی.

سعودی داسې کسان په نظر کښې نیسی چې ورته د جوماتونو، مدرسو او کلتوری او د زدکړو د مرکزونو وغېره د جوړولو حکم ورکوی. دغه مرکزونه له برابرېدو وروسته د وهابیت غورځنګ د آئیډیالوجۍ په تبلیغاتو لاس پورې کوی.

مېرمن پروفېسر شروټر وائی: د ایران د اسلامی انقلاب له کامیابۍ وروسته د وهابیت صادرول زیات  شول. د ایران انقلاب سعودی سخت ولړزوۀ او په سعودی عرب باندې دباونه زیات شول.

سعودی له دې وروسته په اېشیا، افریقا او د اروپا په ځینو برخو کښې په ارتباطاتو او د وهابیت د آئیډیالوجۍ په تبلیغ لاس پورې کړ. په اروپا کښې د دغو تبلیغاتو مرکز پخوانے یوګوسلاویه هېواد ؤ چرته چې د مسلمانانو او مسیحیانو ترمېنځ جنګونه رامنځنته شول.

سعودی دا کتل چې د دغې سیمې مسلمانان پېسو ته ضرورت لری او همدارنګ د خپلو حالاتو په خاطر د وهابیت د تندلارې آئیډیالوجۍ منلو ته آماده دی. په همدې وجه وو چې په نړۍ کښې افراطی او تندلاری اسلام ورو ورو قوت پېدا کړ. د دغې تندلاریتوب وده او ترقی د اېشیا په جنوب ختیځ، د تائیلېډ په جنوب، فېلپائن، انډونېشیا او د ملېشیا په ځینو برخو کښې په ښۀ ډول لیدې شوو.

مېرمن شروټر زیاتوی: ځینې وائی چې په دغو اسلامی هېوادونو کښې روادار او زغم لرونکی خلق موجود دی، خو په تېرو دېرشو کلونو کښې د دغې سیمې اسلام ډېر شدت پسند او تندلارے شوے  او په دغه چلند کښې د سعودی ډېرو زیاتو پېسو بنیادی رول لرلے دے.

سعودی همدارنګ د دغو هېوادونو د روشنفکرو ځوانانو لپاره بورسونه او سکالرشېپونه په نظر کښې لرل او دغه ځوانان به د سعودی په پوهنتونونو کښې له تعلیمه وروسته خپلو هېوادونو ته ستنېدل  او د وهابیت د افراطی آئیډیالوجۍ په تبلیغ به یې لاس پورې کوۀ.

د ډوېچې وېلے خبریال د مېرمن شروټر د وېنا په تائید کښې د جرمنی  یو ډېر مشهور سلفی غړی پیر فوګل ته اشاره کوی چې په مکه کښې یې تعلیم حاصل کړے دے. هغه په دوام کښې وائی جرمنی رسنیو په تېر میلادی کال کښې د دغه هېواد د امنیتی ادارو په نقل سره وویل چې سعودی د جرمنی د مسلمانانو په افراطی کولو کښې زیات موثره ؤ او دے.

د ډوېچې وېلے خبریال له مېرمن پروفېسر شروټر څخه پوښتنه کوی چې د جرمنی امنیتی ادارو نظر له هغو تحقیقاتو سره چې هغې د یوې محققې په توګه ترسره کړی دی تر څه حده پورې په کامله توګه غږملتیا لری.

مېرمن شروټر د دغې مسئلې په وضاحت کښې وویل، کله هم حتی د سعودی لوړ رتبه چارواکو هم په دغو اقداماتو کښې نېغ په نېغه لاس لرلے دے. هغه په برلن  کښې د فقیهی نومې د یو سعودی سفارتکار نوم اخلی چې په امریکه  کښې د  2001 کال د ستمبر د یولسمې نېټې په ترهه ګره پېښه کښې د هامبورګ له ترهه ګر نېټ ورک سره یې ملګرتیا کړې ده.

 

ټیګونه