یمني ځواکونو د سعودي رژيم تازه جنایت ته ځواب ورکړ
یمني ځواکونو پرون د دغه هیواد د شمالي ولایت صعده په یو بازار باندې د تیریګر سعودي ائتلاف په هوايي حمله کښې د ملکي وګړو د وژلې په ځواب کښې، د عربستان په ملک خالد هوايي اډې باندې د ډرون حمله وکړه.
یمني ځواکونو پرون د دغه هیواد د شمالي ولایت صعده په یو بازار باندې د تیریګر سعودي ائتلاف په هوايي حمله کښې د ملکي وګړو د وژلې په ځواب کښې، د عربستان په ملک خالد هوايي اډې باندې د ډرون حمله وکړه.
المیادین ټي وي چینل خبر ورکړی چې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع وویل: د سعودي عربستان په ملک خالد هوايي اډې باندې د بې پایلټه الوتکې توغندوي حمله، په صعده ولایت کښې پر قطابِر بازار باندې د تیري ګر ائتلاف د پروني تیري او د دې هیواد د ظالمانه محاصرې په ځواب کښې شوې ده.
په عین حال کښې د یمن د ولسي کنګرې ګوند ویلې دي: کومه وژله چې سعودي تیري ګرو د یمن د صعده ولایت په بازار کښې وکړه، یو بشپړ جنګي جنایت دی.
دغه یمني ګوند زیاته کړه: د هغو جنایتونو په وړاندې نړیواله چپتیا چې تیري ګر یې د یمن خلاف کوي، د لازیاتو جنایتونو ترسره کولو ته د تیري ګرو د هڅیدو سبب کیږي.
د تازه رارسیدلي خبر له مخې د سعودي رژیم جنګي الوتکو بیګا بیا د یمن د صنعاء ولایت په سویل کښې السواد سیمه بمباري کړې ده.
ځینو سرچینو ویلي چې په دغو حملو کښې د یمن السواد اډه په نښه شوې ده.
د دې حملې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه لا کوم خبر نه دی ترلاسه شوی.