د لبنان د درستو مشکلاتو جرړې په امریکایانو کې دی
د امریکا د کانګرس یو شمیر استازو د ملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوتریش ته په یوه پیغام کې له هغه غوښټی دی،تر نړیوالې رهبرۍ لاندې دې د لبنان د حزب ا... نفوذ کم کړی .
فارس خبری آژانس راپورورکړ د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ د عمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی،د لبنان نوی حکومت باید له اصلاحاتو سره د مبارزې په اجرا سره له فساد سره مبارزه پیل کړی او د بهرنیو هیوادونو دسیاسی ناسمې استفادې خنډ شی .
شیخ نعیم قاسم له دې مخکې هم د لبنان په چارو کې د امریکا لاسوهنې په دغه هیواد کې د نوی حکومت د نه جوړیدا اصلی عاملې بللی او وئیلی ئې وو،امریکایائی چارواکی د لبنان له سیاستوالانو سره نیغ په نیغه تماسونه لری او همدااوس له بحرانه په وتلو کې د ځنډ علت د لبنان په کورنیو چارو کې د امریکا لاسوهونکی سیاستونه دی .
د ملګروملتو امنیت شورا د دوشنبې په ورځې د لبنان دپه امنیتی حالاتو د اندیښنې په څرګندولو سره ددغه هیواد د نوی حکومت دجوړیدا غوښتنه کړې ده .
په عین حال کېد امریکا د کانګرس یو شمیر استازو د ملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوتریش ته په یوه پیغام کې له هغه غوښټی دی،تر نړیوالې رهبرۍ لاندې دې د لبنان د حزب ا... نفوذ کم کړی .
د لبنان ولسی مظاهرې د تیر اکتوبر له اولسمې نیټې راهسې ، پر دغه هیواد د واکمن فساد اواقتصادی بحران باندې په تیره بیا د مالی فساد او نیمګړتیاؤ په زمینې کې په اعتراضونو سره پیل شوی او ددغه هیواد له لومړی وزارته د سعد حریری د استعفی لامل شوی دی .