د لیبیا د جنرال حفتر رول نور پاې ته رسیدلی دی
(last modified Thu, 11 Jun 2020 00:32:23 GMT )
Jun 11, 2020 05:02 Asia/Kabul
  • د لیبیا د جنرال حفتر رول نور پاې ته رسیدلی دی

زمونږ خبریال راپور راکړی له لندن څخه چاپیدونکي د قطر العربي الجدید ورځپاڼې په لیبیا کښې د جنرال خلیفه حفتر د سیاسي ژوند د ختمولو لپاره د نړیوالې موافقې د لاسلیک کیدا خبر ورکړ .

د قطر دغه ورځپاڼې د مصر د یوې (۱) خبرې سرچینې په قول وویل جنرال خلیفه  حفتر چې حاضردمه په قاهرې کښې وسیږي که څه هم په کور کښې نظر بند نه دی خو د هغه کار تمام شوی او نور د لیبیا په ډګر کښې کوم فعال رول نلري .

د قطر العربي الجدید ورځپاڼې زیاته کړه په راتلونکي  پړاو کښې به جنرال حفتر د هغو هیوادونو چې مخکې یې د هغه ملاتړ کاوه د رسنیو له خبرونو څخه د حذفیدا په ترڅ کښې څنګ ته کړې شي .

دغه ورځپاڼې زیاته کړه د جنرال خلیفه حفتر له سترې ماتي وروسته په لیبیا کښې د هغه د رول د ختمولو لپاره د مصر د متحده عربي اماراتو او د فرانسې ترمینځ یوه(۱) موافقه لاسلیک شوي ده او دغه موافقې د روسیې او د امریکا ملاتړ او تائید هم ترلاسه کړی دی .

العربي الجدید ورځپاڼې په مصر کښې دیره د اروپا د یوه (۱) ډیپلوماټ په قول وویل مصر ، متحده عربي اماراتو او فرانسې په دغه موافقې کښې د لیبیا له سیاسي ډګر څخه د جنرال خلیفه حفتر د ایستلو او له هغه وروسته له واک څخه د ملي وفاق د حکومت د لومړي وزیر فایز السراج د څنګ ته کولو غوښتنه کړي ده چې له ضروري چارو وروسته په لیبیا کښې نوی باب پرانیستل شي .

د امریکا پخواني استازي جاناتان وینز هم ویلي دي جنرال خلیفه حفتر به تر دقیقې  څارنې لاندې په مصر کښې پاتې شي او حاضردمه به لیبیا ته ورستون نشي .

 

ټیګونه