15 ستمبر، د سازشکارو واکمنانو په خلاف د عربو خلقو د قهر ورځ
امارات او بحرين نن په سپينه ماڼۍ کښې له صهيونېسټ رژيم سره د صلحې موافقه لاسليکوي، په داسې حال کښې چې د دغه خيانت په خلا د مسلمانو ملتونو قهر زيات شوے دے.
ټاکل شوې ده نن د ستمبر په ۱۵ نېټه د اماراتو او بحرني خارجه وزيران په سپينه ماڼۍ کښې د صهيونېسټ رژيم د وزيراعظم بنيامين نتنياهو په ملګرتيا په رسمي توګه له اسرائيلو سره د صلحې موافقه لاسليک کړي.
د فلسطين وزيراعظم محمد اشتيه وويل، نن د عربي امت په تاريخ کښې توره ورځ او د عربو اتحاديې د ماتې د اعلان ورځ ده. عرب اتحاديه نوره اتحاديه پاتې نه شوه بلکه د عربو د تفرقې او يووالي د تخريبولو په عامل بدله شوې ده. دغه ورځ د فلسطين له درد او رنځ نه په ډک تقويم کښې د عربو د ماتو کارنامه اضافه کيږي.»
په دغه خيانتکارانه اقدام باندې احتجاجونه يوازې د فلسطيني چارو تر سطحې پورې محدود شوي نه دي بلکه فلسطيني خلق او ډلې او همدارنګ په مختلفو اسلامي هېوادونو کښې خلق او مدني فعالان هم دغه اقدام قهرجن کړي دي. فلسطيني ډلو نن د ستمبر ۱۵ نېټه په دغه خيانت کارانه موافقې په اعتراض کښې د قهر ورځ اعلان کړه او راتلونکې جُمعه يې د عمومي وير ورځ ونوموله.
په نورو هېوادونو کښې هم د اماراتو او بحرين د سازشکارو واکمنانو به خلاف د خپل قهر د څرګندولو لپاره له سوشل ميډيا څخه استفاده کړې ده. ځينو مدني فعالانو په سوشل ميډيا کښې د اماراتو او بحرين اقدام د عربي شرافت ترپوښتنې لاندې راوستل وبلل.
ځينې هم دغه اقدام د اماراتو او بحرين په شاتګ وبلۀ او د عربي نړۍ د مشرۍ په باره کښې د سعودي ادعا يې يوه ټوقه وبلله، ځکه چې رياض که څه هم له صهيونېسټ رژيم موافقه په ډاګه کړې نه ده بلکه له يوې خوا له دغه رژيم سره پراخه پټ تعلقات لري او له بلې خوا له اسرائيلي رژيم سره د اماراتو او بحرين موافقه هم د رياض له موافقې نه بغېر نه ترسره شوې.
له دې نه علاوه «دتعلقاتو د بحالولو مخالف بحريني خلق»، « عربو هېوادونو قدس شريف ته شا کړې ده» او « فلسطين زمونږ په وينه کښې دے» په شان د سازباز په خلاف هېشکټېګونه په سوشل ميډيا کښې رواج موندلے دے او دا موضوع ښودنه کوي چې د آل خليفه او د بحرين د خلقو ترمېنځ درز ډېر زيات شوےدے.
د اماراتو او بحرين په خيانت باندې د عامه افکارو قهرجن غبرګون څخه سټراټيجک ټکي لري.
وړومبے دا چې د اماراتو او بحرين او څو نورو عربو هېوادونو واکمنان له ډېر لږې ولسي اډاڼې برخور دي.د پاکستان د لاهور پوهنتون سياسي علومو او نړيوالو تعلقاتو استاد ډاکټر فاروق حسنات په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: «عرب شاهزادګان له دې زيات چې د فلسطين د مظلومو خلقو حالت اندېښمن وي، د تجملاتو او عياشيو په فکر کښې دي او له اسرائيلي نسل پرسته رژيم سره شرمناکه معامله د دغو معامله پالو د شخصيت ښودنه کوي.» نو ځکه دغه موافقه خپله د دغو واکمنانو په خلاف د اوږدې مودې لپاره يو اړم بدلېدې شي.
دويم دا چې لا اوس هم عامه افکار زيات قوت لري،ځکه چې که د عامه افکارو له ردعمل څخه د آل سعودي ويره ونه وې، نو نن به سعودي هم د اماراتو او بحرين ترڅنګه له صهيونېسټ رژيم سره خپل تعلقات په ډاګه کړي وو.
دريم دا چې فلسطينيان له صهيونېسټ رژيم سره د خيانت د موافقې د غندنې لپاره په عربو هېوادونو او اسلامي نړۍ کښې له عامه افکارو خه ګټه اوچتولې شي. په همدې لړ کښې عربو فعالانو په سوشل ميډيا کښې د فلسطين هېواد د منشور د لاسليکولو کمپېن شروع کړے دے.
د فلسطين په منشور کښې چې په پراخه توګه په سوشل ميډيا کښې خپور شوے دے راغلي دي: « فلسطين ترنيواک لاندې يو عربي هېواد ګڼل کيږي چې آزادول يې يوه فريضه ده او له صهيونېسټ رژيم سره د هر ډول تعلقات بحالول خيانت بلل کيږي.»
د اماراتو، سعودي، عمان او نورو عربو هېوادونو په شمول په مختلفو هېوادونو کښې له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د بحالېدو د مخالفوفعالانو لخوا د دغه کمپين ملاتړ کيږي.
-----------------