په یمن باندې د سعودي ائتلاف بریدونه دوام لري
د یمن د شمال صعده ولایت په غافره سیمې باندې د تیري ګر سعودي ائتلاف د توپخانې په حملې کښې یو ملکي وګړې وژل شوی دی.
د یمن د شمال صعده ولایت په غافره سیمې باندې د تیري ګر سعودي ائتلاف د توپخانې په حملې کښې یو ملکي وګړې وژل شوی دی.
المسیره ټي وي چینل خبر ورکړې چې د یمن د پلازمینې صنعاء ولایت لویدیځ لوري ته په مأرب ولایت کښې د یمن د مستعفي حکومت مشر عبدربه منصور هادي د ځواکونو په سنګرونو باندې هم د سعودي ائتلاف په پرونۍ حمله کښې یوشمیر کسان مړه او ژوبل شوې دي.
بل خبر دا چې د یمن پوځي او ولسي ځواکونو د مارب ولایت په مدغل او رغوان نومې دوو سیمو کښې ځینې نورې برخې د سعودي ائتلاف د تالي څټو وسله والو له شتونه پاکې کړې چې په دغې حملې کښې لسګونه سعودي لاس پوڅي هلاک شول.
یاده دې وي چې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا تیره اونۍ په دغې شورا کښې د عربستان له بیاوارې غړیتوب سره مخالفت وکړ چې اصلي وجوهات یې په یمن کښې د سعودي عربستان جنایتونه بلل شوي دي.