د پيغمبرانو د سپکاویوپه وړاندې یواسلامی دریځ پکاردی
د فرانسې شارلی ابدو خپرونې یو ځل بیا په وروستیو شپو ورځو کې د اسلام دګران پیغمبر په شان کې په ګستاخۍ سره کارټونونه خپره کړي دي چې د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون هم په سپین سترګیتوب سره ورځیني ملاتړ کړی او و ئيلي ئې دي ،فرانسه به هماغه شان د رسول ا... په ضد دسپکو کارټونونو خپریدا ته دوام ورکړي .
المسیره ټيلیویژني چینل راپور ورکړ ، د یمن د انقلاب دعالی شورا مشر محمد علی الحوثي د پیغمبرانو د سپکاویو په محکومیّت کې د یوه واحد اسلامی دریځ دغوره کولو غوښتنه کړې او وئيلي دي ،اسلامی هیوادونه دې سملاسی ددغه سپير اقدام د رسمي محکومیّت لپاره بیړنۍ غونډه جوړه کړي ،
الحوثي همداراز له اسلامی هیوادونو وغوښتل ، پر ملګروملتو او امنیت شورا ددباؤنو په اعمالولو سره دې د پيغمبرانو په شان کې دګستاخۍ په جرم بللو کې یو قانون تصویب کړي .