د لبنان او د سوریې په باډر کې چاودنه شوې
Jan 04, 2021 06:36 Asia/Kabul
د سوریې د خبري سرچینو له مخې برای شپه د لبنان او د سوریې په سرحدې سیمو کې یوه ستره چاودنه شوې.
د سوریې رسمې خبري اژانس سانا اعلان وکړ چي یاده ده چاودنه د لبنان او د سوریې په سرحد کې د القصر په سیمه کې د ګېسو یو ټانکر په اور اخیستنې سره رامینځ ته شوې.
د لومړیو معلوماتو سره سم، دغه ټانکر د سونګ توګو د قاچاق برو په ګودام کې ولاړ و.
د لبنان د سره میاشتې اداره اعلان وکړ چي د یادي چاودنې د امله څو تنه ټپیان شوي چي شفاخانې ته بېول شوي او امنیتي ځواکونه هم په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.