سعودي - امريکائي ائتلاف د صنعاء هوائي ډګر په تړلو سره د اتيا زره بيمارانو د مړينې سبب شو
(last modified Mon, 08 Feb 2021 02:59:49 GMT )
Feb 08, 2021 07:29 Asia/Kabul
  • سعودي - امريکائي ائتلاف د صنعاء هوائي ډګر په تړلو سره د اتيا زره بيمارانو د مړينې سبب شو

د يمن پائتخت صنعاء د نړيوال هوائي ډګر مدير وويل چې سعودي – امريکائي ائتلا د صنعاء هوائي ډګر په تړلو سره له اتيا زره زياتو يمني بيمارانو د مړينې سبب شو.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې خالد الشريف وويل په تېرو څلورنيمو کلونو کښې د سعودي ائتلاف لخوا د صنعاء هوائي ډګر تړل کېدل له اتيا زرو نه د زياتو هغو بيمارانو د مړينې سبب شول چې له هېواده بهر ته د علاج ضرورت يې لرۀ.

هغه له څلورنيم کلونو راهسې د صنعاء هوائي ډګر د تړل کېدو له کبله د يمنيانو رنځ او درد ته په اشارې سره وويل

د جنګ دوام او د روغتيا او سلامت د حالاتو سخت والي ته په پام سره چې د سعودي ائتلاف لخوا د يمن د هر اړخيزې محاصرې په نتيجه کښې رامنځته شوي دي له څلورنيمو لکو زيات نور بيماران له هېواده بهر ته علاج ته ضرورت لري.

هغه زياته کړه له يو ميلينو زيات يمنيان هېواد ته نه شي داخلېدې او په زرګونو محصيلين د صنعاء د هوائي ډګر د تړل کېدو  او محاصرې له کبله د تعليمي سکالر شپ له حاصلولو بې برخې دي.

هغه په دغه هوائي ډګر د سعودي ائتلاف د حملو له کبله تاوانونه څه د پاسه يو نيم سل ميلين ډالر اعلان کړل.
 

 

ټیګونه