يمني فوځ بيا د سعودي په جيزان او ملک خالد هوائي اډو حملې وکړې
(last modified Sun, 11 Apr 2021 08:07:51 GMT )
Apr 11, 2021 12:37 Asia/Kabul
  • يمني فوځ بيا د سعودي په جيزان او ملک خالد هوائي اډو حملې  وکړې

د يمن د فوځ هوائي ځواک د سعودي په جيزان او ملک خالد هوائي اډو کښې د جنګي الوتکو د ځلو د ويشتو خبر ورکړ.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د يمن د فوځ وياند جنرل يحيی سريع نن وويل، د فوځ ډرون يونټ په دوو قاصف کے -۲ ډرون الوتکو سره د سعودي د جيزان هوائي اډه او د ملک خالد هوائي ډګر حملې وکړې چې په دقيقه توګه پرې دغه هدفونه ولګېدل چې د سر او مال تاوانونو رپوټ له نه دے خپور شوے.

جنرل يحيی سريع زياته کړه، دغه حملې د يمن په خلاف د سعودي ائتلاف د تيرې او محاصرې د دوام په ځواب کښې ترسره شوې دي.

د يمن د فوځ ډرون يونټ د تېرې جمعې په ورځ هم د سعودي په ابها هوائي اډه کښې په حساسو فوځي ځايونو حمله وکړه. 

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي.

 

 

 

ټیګونه