ورځپاڼو ته کتنه ۲۴-۳-۰۰
(last modified Mon, 14 Jun 2021 08:35:26 GMT )
Jun 14, 2021 13:05 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۴-۳-۰۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:

په سر کښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلوو چې په خپله نننۍ ګڼه کښې يې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير د سياسي چارو د مرستيال له قوله وليکل: د امريکې اقدامات د بشريت په خلاف دي.

سید عباس عراقچي په دې خبرې سره چې د امریکې اوسنی حکومت د بشریت په خلاف جنایت کښې شریک دے واضحه کړه د ایران خلق حتی یوه  ورځ هم باید تر بایکاټ لاندې نه وي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال او د ویانا په خبرو  کښې د ایران د ګډون کونکي پلاوي مشر عباس عراقچي بیګا په ټویټر پیغام کښې وویل امریکا په تیرو دریو کلونو کښې د دنیا په هر ځاے کښې د ایران په ښاریزو باندې غیر قانوني او وحشیانه بایکاټونه  لګولي دي .

ورځپاڼې د اسلامي شورا د جرګې د مشر د  خاص مرستیال په حوالې سره وليکل: ايران په پوره قوت سره صلح ايز ايټمي پروګرام مخ په وړاندې بيائي.

د ورځپاڼې د خبر له مخې حسېن امير عبداللهيان پرون وویل د ایران په خلاف د امریکې د زیاتو بائیکاټونو د لغو کیدو د عیني تحقق لپاره باید په  ايټمي خبرو کښې په زیاتو غوښتنو باندې تاکيد وکړو .

هغه دغه منطقي روده د امریکې او اروپا د دریو هیوادونو برطانِي ، فرانسې او جرمني د متناقض او ګډوډ کردار په مقابل کښې ښه نتیجه ورکوي .

---------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا په يوې خبرتيا کښې وليکل: د اسلامي انقلاب معظم رهبر به د راروانې چارشنبې يا شورو په ورځ خلقو ته نېغ په نېغه ټيلي ويژني وېنا  وکړي.

د خبر له مخې حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي به د ولسمشرۍ د دیارلسم  پړاو د انتخاباتو د ترسره کیدو په درشل کښې د جون د میاشتې په شپاړسمه(۱۶) نیټه د ماښام په اته (۸) بجې د ایران له ملت ته په ژوندۍ بڼه او نېغ په نېغ وېنا وکړي .

ورځپاڼې همدارنګ د فوځ د عمومي قوماندان په نقل سره وليکل: انتخابات دنظام د نرم قدرت د پیاوړتیا لپاره فرصت دے.

جنرل سید عبدالرحیم موسوي پرون د انتخاباتو په درشل کښې د فوځ د لوړ رتبه مسولانو او قوماندانانو په ویډیوئي نندارتون کښې وویل انتخابات د خلقو طبیعی حق دے او خلق د دغه حق په وړاندې مسولیت لري  او باید له خپل طبیعي حقه استفاده او په خپل مسولیت عمل وکړي .

ده زیاته کړه په ټاکنو کښې د ګډون اندازه د خلقو د بصیرت او پوهې د سویې ښودنه کوي او د خپل برخلیک په اړه د ملت د مسولیت احساس اندازه سره نیغ په نیغه تعلق لري .

ورځپاڼې د ملګرو ملتو د خاصه ستازي له قوله وليکل: افغانستان کښې روان تاوتریخوالی هیچا ته د منلو نه دے.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل چې ملګري ملتونه او ټول هغه اړخونه چې د افغانستان د سولې ملاتړ کوي د اوسني تاوتریخوالي او روان وضعیت مخالف دي.

ملتونه ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی ژر تر ژره ودرړل شي او یو دایمي اوربند رامنځ ته شي.

هغه زیاته کړې چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د اوربند د تامین لپاره خپلو هر اړخیزو هڅو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې روانې جګړې ژر تر ژره ختمې شي.

---------

او اوس د پاکستان چاپ ورځپاڼې راخلوو، چې په سر کښې جنګ ورځپاڼې ته لاس کوو. دغې ورځپاڼې په خپله غټه سُرخۍ کښې وليکل: چين جي اوۀ ډلې هېوادونو ته سخت ځواب ورکړ، او وې ويل د دنيا وړوکے لوے،طاقتور ، کمزورے ‎، مالداره او غريب ټول هېوادونه د نړۍ د برخليک په اړه د فېصلې حق لري او يوازې يوه وړه ډله د فېصلې حق نه لري. د خبر له مخې  په لندن کښې د چين د سفارت  وياند وويل: د نړيوالو چارو په اړه له ټولو هېوادونو سره له صلاح مشورو نه پس فېصلې پکار دي.

ورځپاڼې  په يو بل خبر کښې وليکل: په کوئټه کښې د امنيتي ځواکونو د ګاډي مخې ته په ترهه ګريزه چاودنه کښې څلور امنیتي ځواکونه ووژل شول. له پېښې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه محاصره کړه او د ترهه ګرو لټون يې شروع کړ.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: پاکستان د هند تر کنټرول لاندې کشمير کښې د دريو عامه کشميريانو د وژلې په غندنې سره وويل: د هند ظلم او ستم کشميريان نه شي کمزوري کولې. د پاکستان د خارجه وزارت وياند حفيظ چودهري وويل: د کورونا وائرسو د خپرېدو باوجود هند د کشميريانو په خلاف عملياتو او د هغوي قتل عام ته دوام ورکړے دے.

جنګ ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: په اسرائيلو کښې د د دغه رژيم د وزيراعظم بنيامين نتن ياهو د دولس کلن حکومت په ختمېدو اسرائيليانو جشن جوړ کړ.د خبر له مخې په زرګونو اسرائيليانو په تل ابيب کښې په غونډېدو او جشن کولو سره د بنيامين نتن ياهو د حکومت په ختمېدو د خوشحالۍ څرګندونه وکړه.

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې وليکل د پاکستان د چترال په کېلاش سيمه کښې په ځنګلونو کښې د اورلګېدو له کبله سل اېکړ زمکه باندې ځنګلونه تباه شول ، همدارنګ ځنګلي حېوانات له سخت خطرسره مخامخ شوي دي.

ورځپاڼې په يوبل خبر کښې وليکل: طالبانو د مختلفو ولايتونو په اولسو ولسواليو قبضه وکړه. په خبر کښې زياتوي د افغانستان په مختلفو سيمو باندې د طالبانو د قبضې لړۍ جاري ده

----------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې په سر کښې هم هشت صبح ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرونا د درېیمې څپې له پیلېدو وروسته تر سخت فشار لاندې دی.

وړاندې راغلي دا وزارت هڅه کوي د نويو بندیزونو په لګولو سره دا فشار کم کړي، خو په وینا یې چې د اکسیجن او کرونا واکسین نشتوالی لویې ستونزې دي چې لاهم نه‌دي حل شوي.

د لیکوال په وینا د افغانستان عامې روغتیا وزارت له سپارښتنو او هڅو سره سره لاهم دغه وزارت تېره ورځ د کرونا له امله د مړینې تر ټولو لوړې شمېرې ثبت کړې چې د خلکو ترمنځ‌یې اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

د لیکوال په اند که څه هم د کرونا ویروس د مړو شمېر تر هغه زیات دی چې وزارت اعلانوي، خو وزارت هڅه کوي چې له دې لارې خپلې نیمګړتیاوې او په وړاندې یې فشارونه کم شي.

------

هېواد ورځپاڼې بيا د جګړې ضد ملي کمپاين په تړاو لیکنه خپره کړې ده.

وړاندې راغلي، دا کمپاين داسې مهال پيلېږي چې په دې وروستيو کې په هېواد کې جګړې سخت زور اخيستی او هره ورځ له بېلابېلو ولايتونو د جګړې راپورونه ورکول کېږي.

د لیکوال په وینا، ولس د داسې شديدې جګړې هېڅ تمه نه‌لرله، ځکه طالبانو ته د بهرنيو ځواکونو د وتو په صورت کې هېڅ د جګړې او تاوتريخوالي مجال نه‌دی پاتې او په دې اړه د افغانستان او اسلامي نړۍ ديني عالمانو فتوا هم ورکړې چې نوره په افغانستان کې دا جګړه ناروا او ورور وژنه ده.

لیکوال دغه ملي کمپاين مثبت ګام بللی او لیکي چې دا به ډېر ژر د سولې او سوکالۍ لپاره مثبته پايله ولري.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې ليکلي: د جنوبی آسیا هېوادونو لپاره د نړیوال بانک مرستیال له افغانستان سره پر همکاریو ټینګار کړی او زیاته کړې ده ،چې دغه هېواد د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لری.هارتویګ شیفر کابل ته د خپل دری ورځنې سفر په پای کې وېیلی: (( نړیوال بانک له نورو پراختیایی شریکانو سره په ګډه له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوی او ژمن دی څو له دې هېواد سره د یوې پاېښت لرونکې اقتصادی‌ ودې او ځان بسیاینې په برخه کې مرسته وکړی.)) شیفر زیاته کړې ،چې افغانستان تر بل هر وخت له کورونا ویروس څخه اغېزمن شوی او په خبره یې زیاتو مرستو اړتیا لری.

---------

مسير ورځپاڼې بيا د افغانستان د ولسي جرګې د مشر له قوله وليکل:

افغان حکومت دې پر خپلو امنیتي تګلارو له سره کتنه وکړي.

دولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني نددغه جرګې په عموي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په هېواد کې روان امنیتي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او امنیتي ادارو ته په کار ده چې پر خپلو اوږدمهاله او لنډمهاله ستراتيژیو او تګلارو بیا کتنه وکړي. هغه زیاته کړې چې په تګلارو کې دې عامو وګړو ته له امنیتي برخو سره د همکارۍ لا ډېر فرصتونه برابر شي او خلک به له امنیتي ځواکونو سره په ګډه له جمهوریت او د نظام له ارزښتونو دفاع کوي. له دې سره جوخت د ولسي جرګې ګڼو غړو په هېواد کې روانې جګړې او تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بلل دی او امنیتي ادارې باید په دې اړه ژر تر ژره د استازو پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووايي.

ورځپاڼې د امريکائي رسنيو له قوله وليکل په امريکه کښې وسله والو نښتو سږ کال د ۸۷۰۰ کسانو ژوند اخیستې دے.

د ورځپاڼې په قول امریکايي چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې وسله والې نښتې ډېرې شوې دي او په ۲۰۲۰ز کال کې ددغه نښتو په شمېر کې ۶۰۰ پېښې زیاتوالی راغلی دی. یوازې روان کال تر دې دمه ۲۶۷ پېښې رامنځ ته شوې دي او په دې کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. امریکايي رسنۍ وايي چې په یوه کال کې شاوخوا ۸۷۰۰ کسان په امریکا کې د وسله والو نښتو له امله وژل شوي دي. درې دغه ډول پېښې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې رامنځ ته شوې چې ۳۵ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. امریکايي رسنۍ وایي چې په دغه هېواد کې د وسلو لرلو حق او د وسلو پلور د یادو پېښو د رامنځ ته کېدو ستر لامل دی.

 

ټیګونه