ایران د بشري حقوقو په خلاف ورزي کونکو کښې د اسرائیلو او سعودي ائتلاف په نه شاملولو نیوکه وکړه
(last modified Tue, 29 Jun 2021 01:14:29 GMT )
Jun 29, 2021 05:44 Asia/Kabul
  • ایران د بشري حقوقو په خلاف ورزي کونکو کښې د اسرائیلو او سعودي ائتلاف په نه شاملولو نیوکه وکړه

مجید تخت روانچي (د ماشومانو او وسله والو شخړو) په موضوع سره د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او په یمن کښې د تیري ګر سعودي ائتلاف د جنایتونو په وړاندې د ملګرو ملتو او خپله د دغه سازمان د سرمنشي په چپتیا باندې نیوکه وکړه

په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي پرون په دې ټکي باندې په تینګار سره چې په وسله والو نښتو کښې له ماشومانو په تیره بیا جینکو ملاتړ یو بنیادي اخلاقي او انساندوستانه اصل دی، د ماشوومانو د حقوقو د خلاف ورزي کونکو په تور لیسټ کښې د تیري ګر سعودي ائتلاف د او د اسرائیلو د رژیم د نوم په نه شاملیدو سخته نیوکه وکړه.

مجید تخت روانچي (د ماشومانو او وسله والو شخړو) په موضوع سره د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او په یمن کښې د تیري ګر سعودي ائتلاف د جنایتونو په وړاندې د ملګرو ملتو او خپله د دغه سازمان د سرمنشي په چپتیا باندې نیوکه وکړه او وې ویل: دا چې د صهیونیسټي رژیم پوځیان په عمومي منشي پورې اړوندو رپورټونو کښې هیڅکله د ماشومانو د حقوقو د چخڼي کونکو په توګه په تور لیسټ کښې نه دي شامل کړی شوې او هم داشان د تیري ګر سعودي ائتلاف نوم د دغه لړلیک له سره لرې کړی شوی دی، د اندیښنې ځاې دی.

تخت روانچي په وسله والو نښتو کښې له ماشومانو د ملاتړ غوښتنه وکړه او ویې ویل: په وسله والو نښتو کښې له ماشومانو څخه ملاتړ په وړومبۍ درجه کښې د اوسنیو نښتو ختمولو او دوباره یې د پیلیدو او د نویو نښتو د رامینځته کیدو مخنیوي او هم داشان د ښکیلو لورو له خوا د نړیوالو بشردوستانه حقوقو د بشپړې او اغیزناکې اجرا ضمانت ته ضرورت لري.

هغه هم داشان د ماشومانو او وسله والو نښتو په هکله د ملګرو ملتو د سرمنشي په وروستي رپورټ کښې د نښتې په حالاتو کښې له ماشومانو په ملاتړ باندې د یواړخیزو بندیزونو د پایلو د مسئلې په هکله د انتونیو ګوترش بې پامۍ ته هم اشاره وکړه.

ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي په پاې کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په وسله والو نښتو کښې له ماشومانو څخه ملاتړ له راتلونکو ټولنو ملاتړ دی، څرګنده کړه: ټولو ته پکار دي چې د جنګونو او نښتو د تاوانونو په وړاندې له ماشومانو د ملاتړ او ساتنې لپاره یې تر خپله وسه هڅه او کوشش وکړي.

 

ټیګونه