د حضرت امام رضاع د شهادت دکلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .
د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی او د امامت د آسمان د اتم امام حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت دکلیزې په مناسبت په درست ایران کې دستورې هماغه راز دوام لري .
په دې مناسبت داسلامی انقلاب دمعظم لارښود حضرت آيت اږ.. العظمی سید علی خامنه اي په شتون سره په امام خمینی امامباړې کې هم د عزادارو له شتون پرته دستورې جوړې شوې .
حجةالاسلام رفیعي په دغو دستورو کې د حضرت امام رضا علیه السلام په روایتونو باندې په استناد سره د هغه بزرګوار له پیروانو دامام بزرګوار د امیدونو په باب ووئیل ، په چارو کې عقلانیّت ، اعتدال یعنی دولایت په لارې کې حرکت او له افراط او تفریط څخه ډډه کول ، په ژوند او اجتماع کې د قرآن او سنت چورلیزتوب او د شرعې قواعدو ته پابندي او د فرایضو ترسره کول ، د اهل بیت علیهم السلام دمکتب له پیروانو څخه دا مام رضا علیه السلام د انتظار برخې دي .
راپورونه ښئ په درست ایران کې په دې مناسبت د ویر او ماتم دستورې روانې دي او په مشهد کې د حضرت امام رضا علیه السلام د سپيڅلي حرم معنوي او روحاني فضا هم ویرجنه شوې ده .
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .


