د فرانسې ولسمشر د بریتانیا لومړی وزیر ناپوهه کس وباله
(last modified Fri, 03 Dec 2021 00:05:47 GMT )
Dec 03, 2021 04:35 Asia/Kabul
  • د فرانسې ولسمشر د بریتانیا لومړی وزیر ناپوهه کس وباله

زمونږ خبریال وايي د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن یو (۱) بیوقوف سړی وباله .

د فرانسې رسنیو پرون ولسمشر امانوئل مکرون هغه ورځ چې اوویشت (۲۷) پناه غواړي په ماش کانال کښې په اوبو کښې ډوب شول بریتانیا داسې هیواد وباله چې د یوه (۱) نادان  سړي  لخوا اداره کیږي .

د فرانسې لي کانارډ انچین (Le Canard Enchaine) مجلې وویل ولسمشر امانوئل مکرون ویلي دي چې د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن د یوه (۱) بې ارزښته  کس په شان تفکر لري .

د فرانسې رسنیو د بریتانیا د رسنیو په قول وویل د ولسمشر امانوئل مکرون څرګندونو د انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانسن غصه راپارولي ده .

د بریتانیا د لومړي وزیر بوریس جانسن د کابینې یوه (۱)وزیر هم ویلي دي چې د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون په وینا حیرانه او ناهیله شوی دی .

فرانسه او انګلستان حاضردمه د دواړو هیوادونو ترمینځ په سمندر کښې د کب نیونې ، د شمالي ایرلینډ د سرحد ، د اټومي اوبتلونو په جوړولو کښې د امریکا د اسټرالیا او د بریتانیا د ملګرتیا او د اوبتلونو له تړون څخه د فرانسې د څنګ ته کولو او په مانش کانال کښې د پناه غواړو د وژل کیدا او د تجارتي اړیکو د راتلونکي په هکل له یوبل سره اختلاف لري .

وروسته له دې چې په مانش کانال کښې کابو اوویشت (۲۷) پناه غواړي په اوبو کښې ډوب او مړه شول فرانسې او انګلستان هڅه وکړه له دغه غمیزې په سیاسي ګټه پورته کولو سره بل بد او ځان ښه وښيي .

 

ټیګونه