په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نوروز چټئ ختمې کړي
(last modified Tue, 22 Mar 2022 00:54:23 GMT )
Mar 22, 2022 05:24 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نوروز چټئ ختمې کړي

 ملګروملتو ، د ۲۰۲۰کال د فرورۍ په درویشتمه نیټه ، په یوه پریکړه لیک کې چې  دایران داسلامی جمهوریت او د نوروز دحوزې د نورو یو شمیر هیوادونو  په نوښت سره وړاندیز شو ، دهرکال مارچ یویشتمه نیټه  دنوروز نړیواله ورځ نومولې ده ا و  له هیوادونو ئې غوښتي دي په دې مناسبت  دې د مختلفو  دستورو په  ترسره کولو سره  دغه ورځ  ولمانځي او دود ئې کړي . سر

په افغانستان کې په تیرو کلونو کې  دنوروز د دستورو په مناسبت تر دوو ورځو پورې عمومي چټیانې وې ،خو سږکال په افغانستان کې دطالبانو حکومت   وئيلي دي ،  د نوروز لپاره کوم رسمي پروګرام نشته ، او دنوروزي چټیانو هم کوم ضرورت نه ویني .

 په افغانستان کې  دنوروز   او نوي لمریز کال له رارسیدو سره په یووخت ، روئيټرز خبری آژانس  د طالبانو د چارواکو له قوله راپور ور کړی، د کب دمیاشتې  په لومړۍ  اونۍ کې  درستې چټیانې  ختمې شوي  اودرست کارکونکي او محصیلین  باید خپل  کار او درسونو کې حاضر شي .

 په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت  د کار او ټولنیزو چارو د وزارت ویندوي محمد یونس صدیقي  وئیلی دي، په دې اونۍ کې به د نوي کال د لمانځلو لپاره  هیڅ رسمي چټي  نه وي .

 د  طالبانو د اطلاعاتو د وزارت د خپرندویه  برخې مشر عبدالاحد عماد  هم ووئيل  مونږ  په رسمي توګه نوروز دستورې نه لمانځو ، البته که ولس  وغواړي ،  خصوصي جشنونه ولمانځي ، نو مونږ ئې  مخه نه نیسو .

 ملګروملتو ، د ۲۰۲۰کال د فرورۍ په درویشتمه نیټه ، په یوه پریکړه لیک کې چې  دایران داسلامی جمهوریت او د نوروز دحوزې د نورو یو شمیر هیوادونو  په نوښت سره وړاندیز شو ، دهرکال مارچ یویشتمه نیټه  دنوروز نړیواله ورځ نومولې ده ا و  له هیوادونو ئې غوښتي دي په دې مناسبت  دې د مختلفو  دستورو په  ترسره کولو سره  دغه ورځ  ولمانځي او دود ئې کړي .

Image Caption

 

ټیګونه