د نوروزد یوزړتوب،پيوستون، دوستۍ اوسولې له پیغامونو باید الهام واخلو
نوروز په مختلفو هیوادونو کې د ډيرو زیاتو نفوسو او مختلفو قومیتونو په ګډې ژبې بدل شوی دی او د سولې ، پیوستونو ،یوزړتوب او دوستۍ لوړ انساني ارزښتونه د ودوي او پیاوړي کوي ئې .
زمونږخبریال راپور راکړ، په ملګروملتو کې دایران دايمی سفیر او استازي دملګروملتو په مرکز کې دنوروز د جشن په دستورو کې ټينګار وکړ ،باید دنوروز د دوستۍ ،یوزړتوب او پیوستون او سولې له پیغامونو الهام واخلو او نړۍ دنفرت اودرز په ځاي د دوستۍ او ورورولۍ په لور وکاږو .
په نیویارک کې د ایران د اسلامی جمهوریت د دایمی نمایندګۍ په چورلیز توب او نوښت سره او د نوروز د حوزې دنورو یولسو هیوادونو په ګډون سره په ویډیوئي وبینار سره په نیویارک کې د ملګروملتو په مرکز کې د نوروز د نړیوالې ورځ درنښت او سیمنار ترسره شو .
په دغه سیمنار کې چې مشري ئې په ملګروملتو کې د ایران دایمی سفیر او استازي مجید تخت روانچي کوله ، دملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش ، دعمومي اسمبلۍ مشر ، ددغې موسیسې د اقتصادي او اجتماعي شورا مشر هم شتون درلود.
مجید تخت روانچي په دغو د ستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل په هغې دنیا کې چې بشریّت دیواړخیز پالنې ، افراط پالنې ، تاؤتریخوالي ، دشمنۍ او شخړو له بې مخینو او بې شمیره چیلنجونو او مشکلاتو سره مخامخ شوې ، راځئ له نوروز او دهغه د سولې ، دوستۍ ، پيوستون او یوزړتوب پشمول له لوړو او عبرت اخستونکو پيغامونو الهام واخلو .
تخت روانچي زیاته کړه ، نوروز د کلتور او تمدن او تاریخ له څو زره کلن پشتوانې او ملاتړ سره ، د مختلفو نسلونو او ټولنو په ډله ایزې خاطرې کې یوه تل پاتې کیدونکي شیبه ده .
په ملګروملتو کې دایران دایمی سفیر همداراز ووئيل،نوروز نه یوازې د تیر، اوسنۍ او راتلونکي پړاؤنو ترمینځ یو پیاوړی پل دی ، بلکې همداراز د هغه کلتوري ډولوالي په عین احترام کې د ګډو آرمانونو او ارزښتونو د ساتنې سبمول هم دی چې د تاریخ په اوږدو کې،له یوه نسله بل نسل ته منتقلیږي .نوروز په مختلفو هیوادونو کې د ډيرو زیاتو نفوسو او مختلفو قومیتونو په ګډې ژبې بدل شوی دی او د سولې ، پیوستونو ،یوزړتوب او دوستۍ لوړ انساني ارزښتونه د ودوي او پیاوړي کوي ئې .