له واټیکان څخه د کاناډا هیواد د اصلي مالکانو او وسیدونکو غوښتنه :-
کاتولیک کلیسا ته اړونده ښوونځیو کښې چې څلرویشت ساعته تدریس ورکوي له غمیزو او وژلو څخه پاتې کاناډايي اصلي وسیدونکو په تیرې دوشنبې ورځ د نړۍ د کاتولیکانو له رئیس او د واټیکان له مشر پاپ فرانسیس د دغه جنایت سندونو ته چې په زرګونو اصلي وسیدونکي ماشومان یې وژلي دي له محدودیت پرته د لاسري غوښتنه وکړه .
پاپ فرانسیس تر یوه ساعت پورې د میټیس(Metis) او د اینیوت(Inuit) قبایلو له استازیو سره کتنه وکړه او ټاکل شوي ده چې په راتلونکو ورځو کښې د کاناډا د دوو نورو قبیلو له استازیو سره هم کتنه وکړي .
د کاناډا د میټیس قبیلې اصلي وسیدونکي په کلیسا کښې د ساتلو مخینو ته له محدودیت او خنډ پرته د لاسرسي غوښتونکي دي .
د کاناډا په ښوونځیو کښې د ترسره شویو غمیزو په هکله اوږد او پرله پسې جنجال ته چې په دوه زره یویشتم میلادي کال کښې د کاناډا په لویدیځ کښې په بریټیش کلمبیا ولایت کښې د اصلي وسیدونکو په ښوونځي کښې چې شپه او ورځې درس ورکوي او په نولس سوه اته اویایم میلادي کال کښې تړل شوی و بیا د خلکو پام واوښت .
ګمان کیږي چې اوس هم په دغو ښوونځیو کښې د وژل شویو کسانو د ښخیدا په سلګونو نه کشف شوي ځایونه شته .
د کاناډا کاتولیک کلیسا د کاناډا له حکومت سره یوځاې په تیرو څو پیړیو کښې د اصلي وسیدونکو ماشومانو سره په غیر انساني چلندونو کښې د سلګونو ښوونځیو او ادارو په جوړولو سره چې هلته یې ماشومان له خپلو کورنیو څخه جلا کړي وو او هلته یې دغه ماشومان ساتل مهم رول درلودلی دی .
د کاناډا ځايي خلک په پینځلسمې میلادي پیړۍ کښې د امریکا له کشفیدا مخکې د کاناډا اصلي وسیدونکي وو او اوس هم د ننۍ کاناډا د سرحدونو دننه ژوند کوي او پکښې لومړي قومونه او اینیوټ او میټیس قومونه شامل دي .
د شمیرنو پراساس کاناډا څه د پاسه دولس لکه اصلي وسیدونکي لري کوم چې په بدو شرایطو کښې ژوند کوي او په دوې کښې د بې وزلۍ ، ځان وژلو او په نشې د روږي کیدا اندازه ډیره زیاته ده .
په حقیقت کښې د کاناډا اصلي وسیدونکي د کاناډا د حکومت د توکمپاله سیاستونو له کبله له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دي .
د کاناډا له اصلي وسیدونکو سره د حکومت له توپیر څخه ډک چلند اوس هم دوام لري او د بشري حقوقو موسسې یې غبرګون ته اړ کړي دي .
ته وا چې په اتلس سوه شپږ اویایم میلادي کال کښې د کاناډا د اصلي خلکو قانون دقیقا د توپیر پراساس جوړ شوی دی .
د کاناډا له اصلي خلکو سره د انسان ضد کړچار یوه ښکاره نښه په کاناډا کښې د لسګونو ډله ییزو قبرونو کشفیدل دي .
په تیر میلادي کال کښې د کاناډا په بیلابیلو سیمو کښې په ښوونځیو کښې چې شپه او ورځې درس ورکوي څو ډله ییز قبرونه چې پکښې په سلګونو کوچني ماشومان ښخ شوي وو کشف شوي وو .
دغه ښوونځي چې کلیسا ته اړونده وو په زوره د کاناډا د اصلي وسیدونکو ماشومان له دوې څخه جلا کول او دغه کار د هویت د بدلولو او د اصلي مالکانو د کلتور د له مینځه وړلو لپاره د کاناډا د حکومت د هڅې په لړ کښې ترسره کیده .
په کاناډا کښې د دغو ډله ییزو قبرونو موندل په حقیقت کښې د دغه مسلې یادونه کوي چې شمالي امریکا ته د اروپايي هیوادونو د ښاریزو د مهاجرت له وخت څخه د کاناډا اصلي وسیدونکي له سیسټاماټیک توپیر سره مخامخ دي او دغه بهیر اوس هم دوام لري .
که څه هم د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو په ځینو اقداماتو سره هڅه کړي ده چې ځینو ځايي قومونو ته محدوده کورواکۍ ورکړي او د اصلي وسیدونکو د ماشومانو د ډله ییزو قبرونو د ایشوا کیدا له کبله رسوايي جبران کړي خو له دې سره سره د کاناډا د اصلي وسیدونکو پرضد زیات ظلم او توپیر د دغه هیواد په تاریخ کښې جرړه لرلي ده او په دا ډول تبلیغاتي اقداماتو سره د جبرانیدا وړ نه دي .
د کاناډا د ځايي خلکو د ملي ټولنې مشر پري بلګرډ(Perry Belgerd) په دې خبرې سره چې د کاناډا په پخوانیو ښوونځیو کښې چې شپه او ورځې درس ورکوي د ډله ییزو قبرونو موندل کومه نوي خبره نه ده او هغه یې زوړ زخم وباله چې تل یې ښکاره کیدل دردونکي دي .
دا په داسې حال کښې دي چې کاناډا د بشري حقوقو ستره ادعا کونکي ګڼل کیږي او تل د ملګروملتونو د بشري حقوقو په شان نړیوالو ټولنو کښې په ځینو هیوادونو چې د لویدیځ له سلطې سره مخالف دي سختې نیوکې کوي .
سره له دې د کاناډا د بشري حقوقو کارنامه ډیر تیاره ټکي لري چې تر ټولو مهم یې د کاناډا له اصلي وسیدونکو سره ناوړه کړچار ، د ډول ډول محدودیتونو ، توپیرونو او د هغوې پرضد د دباونو اعمالول پکښې شامل دي .